CRI Online

د تبت لومړی لوی برېښناکوټ په کار ولوېد

cri     (GMT+08:00) 2014-11-24 15:54:36

د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د ځانګ مو برېښناکوټ چې د ٩ مليارډو ٦٠٠ سوو مليونو يوانو په لګښت په اتو کلونو کې بشپړ شو ،د نومبر په ٢٣مه نېټه په رسمي توګه په کار ولوېد.دا د چين د يارلونګ ځانګبو سيند د اصلي بهير دپاسه جوړ شوی لومړنی برېښناکوټ دی چې د شپږو توربينونو عمومي ظرفيت يې ٥١٠ زرو کيلوواټ دی.

له شمېرنې سره سم، په ٨ کلونو کې څه نا څه ٣٠ زرو کارګرانو د ځانګ مو برېښناکوټ د ابادولو په کارونو کې ګډون درلود.د دې برېښناکوټ تر جوړېدو وروسته به د تبت د برېښنايي شبکې لپاره غښتلې سرچينې برابرې او د تبتي سيمې د برېښنا انرژۍ د کمبود مسئله به هم حل شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای