CRI Online

د ايران د ذروي مسئلې په هکله خبرې اترې په وروستی پړاو کې دې

cri     (GMT+08:00) 2014-11-24 16:08:37
د ايران د ذروي مسئلې په هکله خبرې اترې په وروستی پړاو کې دې

د ټاکلي پلان له مخې د ايران د ذروي مسئلې په هکله اړوندې خواوې دې د نومبر په ٢٤مه نېټه د دغې مسئلې د حل و فصل هراړخيز تړون لاسليک کړي. د ايران د ذروي مسئلې په هکله د شپږو خواوو او د ايران د استازيو تر منځ د رواني پړاو خبرې اترې د روانې مياشتې له ١٨مې نيټې څخه راپدې خوا په ويانا کې تر سره کېږي چې د هراړخيز تړون د رسيدو مخکې د وروستی پړاو په توګه بلل کېږي. خو اړوندو خواوو د دې پړاو د خبرو اترو په پيل کې خوشبين نه دی.

د اونې په پای کې په خبرو اترو کې د برخوالو خواوو استازيو هم کارونه کړيدي چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيری او د ايران د بهرنيو چارو وزير جاواد ظريف، د ايران د ذروي مسئلې په هکله د خبرو اترو راغونډدونکي او د اروپايی ټولنې استازې اشتون ډېر بوخت وو. تر اوسه پورې د دغو دريو خواوو تر منځ د دريځونو همغږۍ لپاره پنځه کتنې تر سره شوې دي. برسيره پر دې د المان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتير ستينمير او د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير فيليپ هاموند لومړی ويانا ته ورسيد. د امريکا، المان، بريتانيا، فرانسی، روسيې او چين د بهرنيو چارو وزيرانو په ويانا کې په عمده توګه د خبرو اترو د راتلونکی پلان په هکله بحث کوي. د اوسنی خبر له مخې په دغو خبرو اترو کې د هراړخيز تړون د رامنځته کيدو امکانات کم دی، خو ښايي چې اړوندې خواوې به لومړی يو اصولی تړون لاسليک کړي. اوس د بېلا بېلو خواوو تر منځ توپيرونه دا دي چې لومړی ايران به تر کومې اندازې پورې خپل ذروي توان وساتي او دويم لويديځ هېوادونه او نړيواله ټولنه به څه وخت پر ايران بنديزونه لغوه کړي.

د امريکا او د امريکا د ملګرو هېوادونو په هکله په طرح شوی تړون کې بايد لانديني محتويات شامل وي: د ايران د ذروي پلان د څارنې چوکاټ دې تصديق شي، نړيواله څارنه دې پياوړې شي تر څو پر وخت په ايران کې د ذروي وسلو د ازموينو مخه نيولی شي. د ايران د اوسنی توليد توان له مخې په دوو يا دريو مياشتو کې د ذروي وسلو لپاره غنی شوي يورانيوم توليدای شي، نو ايران ته دې اجازه نه ورکړي شي چې سنتر فيوجونه زيات کړي او په همدې وخت کې د غني شويو يورانيومو د زيمولو اندازه محدوده کړي. برسيره پر دې بايد په ايران کې د اراک په نوم د سختو اوبو د ذروي رياکتور د وسلو په کچه پلوتونيوم د توليد مخه ونيسي تر څو په پټه توګه د ذروي وسلو د توليد دفاع کړي.

ايران پر دې ټينګاروي چې په سوله ييزه توګه د ذروي انرژۍ د کارولو حق دې تر ساتنې لاندی وي، ايران ته اجازه ورکړ چې د يورانيومو غني کولو کافی توان وساتي تر څو خپل ملکي اړتياوې پوره کولی شي او پر ايران اړوند بنديزونه ژر تر ژره ليری کړي.

په هراړخيزه توګه د ايران د ذروي مسئلې د حلولو په هکله خبرې اترې د روان کال په فيبرورۍ مياشت کې پيل شوی او يو ښه پيل درلود، خو د واقعی مسئلو له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ و. د ټاکلی پلان له مخې دې دغه خبرې اترې د جولای تر شلمې نيټې پوری ختم شي، خو د تړون د نه رسيدو له امله اړوندو خواوو پريکړه وکړه چې د نومبر تر ٢٤مې نيټې پورې به پای ته ورسېږي. په خبرو اترو کې يو ايراني استازي د نومبر په ٢٣مه نېټه وويل دا امکان نه شته چې د ټاکلي پلان له مخې د ايران ذروي مسئلې په خبرو اترو کې هراړخيز تړون لاسليک ورسېږي.

که څه هم ستونزې ډېرې زياتې دې، خو د خبرو اترو د تر سره کولو د ځلو له مخې اړوندې خواوې سياسي غوښتنې لري چې دا د خبرو اترو مهم بنسټ دی. خو دا واقعيت دی چې خبرې اترې له ستونزو سره مخامخ دي. په اصولي ډول د ګډو نظريو تر لاسه کول اسانه ده، خو د مشخصو مسئلو په هکله توپيرونه لا هم زيات دي. امريکا او ايران د ايران د ذروي مسئلې په هکله دواړه په خپل هېواد له لويو فشارونو سره مخامخ دي چې ښايی چې د خبرو اترو هڅونه وکړي او ښايی چې د خبرو اترو خنډونه وګرځي. په يوه ژبه د ايران د ذروي مسئلې په هکله د خبرو اترو په لاره کې خنډونه لا هم زيات دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای