د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د چين د دفاع وزير چانګ وان چيوان د نومبر په ٢٤مه نېټه په بېجينګ کې د کاناډا د هوايي ځواکونو له قوماندان يان بلوندين سره وکتل.
چانګ وان چيوان وويل چې اوس د چين او کاناډا د ځواکونو ترمنځ اړيکې په فعاله توګه پرمختګ کړی چې د دواړو هېوادونو جنګي بيړيو څو ځلې متقابل تګ راتګ کړی او د ښوونې،پوځي قوانينو او د غوره کسانو سرچينو د ادارې په برخو کې تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي.چين د کاناډا له ځواکونو سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري.
بلوندين وويل چې کاناډا د دواړو هېوادونو د ځواکونو په تېره بيا د هوايي ځواکونو ترمنځ تبادلې او همکارۍ د پياوړتيا په اړه فعاله رويه لري او غواړي د دې سفر له لارې به د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ اړيکې لانورې هم ټينګې شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |