CRI Online

لي که چيانګ له جرمني مېلمه سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2014-11-24 16:42:18

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په ٢٤مه نېټه په بېجينګ کې د جرمني د يو واکمن ګوند د کريستيان سوسيال ټولنې له مشر هورست سيهوفر سره وکتل.

هورست لومړی په وروستيو ورځو کې د چين د سه چوان ولايت په کانګ دينګ کې د ريکتر په کچه د ٦ اعشاريه ٣ درجې د زلزلې له امله چين ته خواشيني څرګنده کړه.لي که چيانګ له هورست څخه مننه څرګنده کړه او ويې ويل چې تر زلزلې وروسته د ژغورنې کارونه روان دي.

لي که چيانګ وويل چې چين غواړي له جرمني سره همکاري او تبادله پياوړې کړي.هورست وويل چې چين د پرمختګ سمې لارې انتخاب روان دی او ستر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي.اوس په بېلا بېلو ساحو کې د جرمني او چين ترمنځ همکارۍ ګام په ګام ژورې کېږي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای