CRI Online

چين د ايران د ذروي مسئلې د حل په هکله نوې نظريې وړاندې کړې

cri     (GMT+08:00) 2014-11-24 18:43:45

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په څلورويشتمه نېټه د ايران د ذروي مسئلې د خبرو اترو په هکله خبريالانو ته وويل، چين د دې مسئلې د حلولو لپاره نوې نظريې وړاندې کوي.

نوموړي وويل، د ايران د ذروي مسئلې خبرې اترې حساسې مرحلې ته رسېدلې دي او په دې موقع کې چيني پلاوی له اړوندو خواوو سره خبرې اترې کوي او خبرې اترې په پر له پسې ډول د پرمختګ د تر لاسه کولو په حال کې دي. چين د يو روښانه دريځ په لرلو سره د بېلا بېلو خواوو په تېره بيا د امريکا او ايران تر منځ څو ځلې همغږي کړې او د توپيرونو کمښت لپاره يې ډېر کوښښونه کړي دي. ويل کېږي چې د چين منځګړيتوب اغېزمن دی.

ښاغلي وانګ يي وويل، چين هيله لري چې د ايران د ذروي مسئلې په هکله هراړخيز تړون ژر تر ژره لاسليک شي، دا د ايرانيانو د ښه ژوند، د ذروي وسلو د نه خپرېدا سيسټم د ساتلو او د منځني ختيځ د ثبات او سولې د ضمانت لپاره ګټور دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای