د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په څليرويشتمه نېټه په ويانا کې د ايران د بهرنيو چارو له وزير جواد ظريف سره وکتل.
ښاغلي وانګ يي وويل، په وروستيو ورځو کې د ايران د ذروي مسئلې په هکله خبرو اترو څرګند برياليتوب تر لاسه کړی. د يوې مسئولې خوا په توګه، چين د خبرو اترو د هڅولو لپاره ډېر کوښښ کړی چې د ايران په شمول د نړيوالو ټولنې له ګډو ګټو سره سمون خوري.
ښاغلي ظريف وويل، ايران د دغو خبرو اترو په بهير کې د چين د فعال او رغنده رول ستاينه کوي. ايران د هراړخيز تړون د لاسليکېدو لپاره تر وسې پورې کوښښ کوي او غواړي له چين سره نږدې تماس ونيسي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |