CRI Online

د افغانستان د واليبال په لوبو کې د ځانمرګې بريد په پيښه کې د وژل شويو کسانو شمېر ٥٧ تنو ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2014-11-25 16:03:39
د افغانستان د واليبال په لوبو کې د ځانمرګې بريد په پيښه کې د وژل شويو کسانو شمېر ٥٧ تنو ته ورسيد

د افغانستان په ختيځ د پکتيکا ولايت د والي وياند د نومبر په ٢٤مه نېټه وويل يوه ورځ مخکې په دغه ولايت کې د واليبال په لوبو کې د ځانمرګې بريد په پيښه کې د وژل شويو کسانو شمېر ٥٧ تنو ته ورسيد. دا له ٢٠١١ کال څخه راپدې خوا په افغانستان کې ډېر سخت خونړۍ بريد دی چې د مرګژوبلې شمېر يې تر ټولو زيات دی. له دغې پيښې وروسته د افغانستان د استخباراتو څانګې وويل د حقاني شبکې په نوم وسله والې ډلې د دغه بريد پلان جوړ کړی و.

نوموړي وياند وويل تيره شپه پنځلس تنه د سختو ټپو له امله مړه شول، نو په دغه پيښه کې د وژل شويو کسانو شمېر ٥٧تنو ته ورسيد او څه دپاسه ٦٠تنه نور ټپيان شوي دي. له دې پيښې وروسته ځيني سخت ټپيان د چورلکو له لارې په کابل کې نظامي روغتون ته وليږدول شول. د دغه روغتون مسئول وويل اوس لا هم دوولس تنه ټپيانو حالت ښه نه دی او په مړه شويو کسانو کې د اوولس تنو عمر له اتم کلنو څخه تر څوارلسم کلنو پورې و.

تر اوسه هيڅ ډلې د دغې پيښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې، خو د افغانستان د امنيت شورا وياند وويل دوی شواهد لري چې د بريد تر سره کوونکی د حقاني شبکې په نوم وسله واله ډله ده او وروسته به نور تفصيل خپور کړي. دغه وسله واله ډله په ٢٠١٢ کال کې د امريکا له خوا د ترهګريزې ډلې په حيث ټاکل شوی او پرې شک کېږي چې د افغانستان د حکومت او په دغه هېواد کې د ناتو د ځواکونو په وړاندې د يو لړ لويې پيمانې بريدونو او د تښتولو او د پټو وژنو په پيښو کې لاس لري. د اوړند خبر له مخې د دغې وسله والې ډلې مشران اوس د شمالي وزيرستان په قبائيلی سيمه کې پټ دی.

له پيښې وروسته د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې رئيس توماس باچ پر ځايي وخت د نومبر په ٢٣مه نېټه په ژنيو کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې د واليبال په لوبو کې د چاودنې سخته غندنه وکړه. په همدې ورځ د پاکستان صدراعظم نواز شريف د دغې پيښې هم غندنه وکړه او ويې ويل چې ترهګرۍ د پاکستان او افغانستان ګډ دښمانان دي او له ترهګرۍ سره به تر وسي پورې مبارزه وکړي. د روانې مياشتې په ٢٤مه نېټه د افغانستان نوي ولسمشر اشرف غني احمد زي په ځانګړې توګه په روغتون کې د ټپيانو د حال احوال پوښتنه وکړه او ويې ويل چې پر عادی خلکو د زورزياتي عمل د انسانانو او د اسلامي دين د اصولو ضد او لوی جنايت دی. د م م سرمنشي بان کي مون په همدې ورځ د دغه بريد سخته غندنه وکړه او ويې ويل چې په سپورټي لوبو کې د بريد تر سره کول د منلو وړ نه دی. د م م د امنيت شورا په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د ترهګريز عملونه د افغانانو تر لارښوونې لاندې د سوله ييز، ديموکراتيک او ثابت بهير مخه نه شی کولی.

د روان کال له جون مياشت څخه د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د ځايي او بهرنيو وسله والو په وړاندې د ترهګرۍ ضد پوځي عمليات تر سره کړی دی. د پاکستان د دريو پوځونو د عامو اړيکو څانګې اړوند چارواکي وويل حکومتي پوځ په دغه عمليات کې د ١٢٥ ټنو چاوديدونکي توکي نيولي او څه دپاسه څلور سوه وسله وال کسان يې وژلي. په افغانستان کې د ميشته امريکايی پوځ جګ پوړی قومندان مخکې ويلي و د پاکستان پوځي عمليات په افغانستان کې د حقاني شبکې د بريد توان کمزوری کړی دی.

د يادولو وړ ده چې د بريد په همدې ورځ کې د افغانستان د پارلمان د مشرانو جرګې د امريکا او ناټو امنيتي تړون تائيد کړ چې په افغانستان کې د دوولس زره او پنځو سوو تنو نړيوالو ځواکونو پاتی کيدو ته يې اجازه ورکړه. برسيره پر دې د امريکا د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د نومبر په ٢٢مه نېټه وويل ولسمشر باراک اوباما په پټه توګه په افغانستان کې د امريکايی پوځ د پوځي عملياتو په هکله يو پلان منظور کړ او په افغانستان کې ميشته امريکايی پوځ ته به په جګړو کې د ګډون نور زيات وخت او فرصتونه ورکړي. خو د اوباما حکومت د مخکنی پريکړې له مخې امريکايی پوځ به د روان کال له پايه مخکې له افغانستان څخه ټول جنګی پوځونه وباسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای