CRI Online

د ګړندي اورګاډي لارې

cri     (GMT+08:00) 2014-11-26 16:23:35


د نومبر د ١٦مې نېټې په سهار د شينجيانګ د اورمچي د اورګاډيو له جنوبي ستيشن څخه د دي ٨٦٠٢ لمبر ګړندي اورګاډی ورو ورو حرکت وکړ چې له دې څخه څرګندېږي چې شينجيانګ د ګړندي اورګاډي زمانې ته ننوتلی دی.


ګړندي اورګاډی نه يوازې د خلکو پر تګ راتګ ،بلکې د چين پر اقتصادي او ټولنيز ژوند هم ژوره اغېزه کوي.

د چين د اورګاډو د عمومي شرکت مسؤل خبريال ته وويل چې د روان کال د دسمبر د ١٠ نېټې له صفر بجې څخه به د چين د مسافر وړونکو اورګاډيو د ليږد راليږد نوی پلان اجرا شي.هغه مهال به ٣١١٣ اورګاډي په کار ولويږي چې د ټولو مسافروړونکو اورګاډيو په پرتله به ٥٨ سلنه ونيسي .

د پرمختللو هېوادونو په مقايسه په چين کې د ګړندي اورګاډو د جوړولو چارې په چټکۍسره پرمختګ کړی.د تېرې پيړۍ د نهمې لسيزې په پيل کې چين د ګړندي اورګاډي د کليدي تخنيکونو او ادارې په اړه زياتې علمي څېړنې ترسره کړې.

په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ او تيان جين ترمنځ د ګړندي اورګاډي لار په کار ولوېده او تر هغه وروسته د ګړندي اورګاډو شبکې ګام په ګام بشپړې شوې چې د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره يې ستر رول لوبولی دی.

د شانګهای د تونګ جي پوهنتون د ترافيکي انيسټيوټ پروفيسر سون جانګ وويل چې د شينجيانګ او لان جو ترمنځ د ګړندي اورګاډي لارې نه يوازې خلکو ته ګټه رسولې، بلکې د شينجيانګ د وارداتي او صادراتي سوداګرۍ د پرمختګ او د شينجيانګ د بازارونو د خوځنده ځواک او د پانګونې چاپيريال د ښه والي لپاره هم ګټوره ده.

هغه وويل چې د ګړندي اورګاډو د پرمختګ له لارې د اړوندو سيمو اقتصادي او ټولنيز پرمختګ چټک شوی. په تېره بيا اوس د چين د اقتصادي جوړښت تعديلول له فشارونو سره مخامخ دی.د ګړندي اورګاډيو د ابادولو له امله د سيمه ييز اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ پياوړی شوی. له شمېرنې سره سم ،د ګړندي اورګاډو په وسيله به هر کال ٢٣٠ مليونه ټنه مالونه ولېږل شي.

د چين د اورګاډو ادارې يو مسؤل وويل چې په ٢٠١٣ کال کې د چين د اورګاډو په وسيله د مسافرينو د وړلو راوړلو شمېر ٢ مليارډو ١٠٦ مليونو تنو ته رسېدلی چې په کې د ګړندي اورګاډو په وسيله د مسافرينو وړلو راوړلو شمېر ٥٣٠ مليونو تنو ته رسېدلی چې ٢٥ سلنه يې نيولی ده.روان کال به دغه شمېر نور هم زيات شي.

د ګړندي اورګاډو له لارې د خلکو د تګ راتګ لارې چارې بدل شوې، په تېره بيا په وروستيو کلونو کې نه يوازې د بو های او يانګ ځه سيندونو پر غاړو د پرتو سيمو ، بلکې منځنيو او لوېديځو سيمو وګړي هم له ګړندي اورګاډو څخه ګټه اخيستې ده .

له روان کال راهيسې د لان جو او شينجيانګ ترمنځ د ګړندي اورګاډي په ګډون د ګړندي اورګاډو لارې پرانيستل شوې چې د چين په منځنيو او لوېديځو سميو کې د ګړندي اورګاډو په وسيله نژدې اړېکې ټينګې شوي دي.په تېره بيا په لوېديځو سيمو کې مثﻵ په شينجيانګ،ګان سو،ګوی جو او چينګهای کې هم ګړندي اورګاډي کارول شوي دي .

د چين د خلکو پوهنتون د عامې ادارې انسټيټوټ مرستيال شو ګوانګ جيان وويل چې د ګړندي اورګاډو لارو د پرانيستلو له کبله د مسافرينو وختونه سپما کېږي .په وروستيو کلونو کې د ګړندي اورګاډو شبکې ورځ په ورځ پراخې شوې دي.د اورګاډيو د نړيوالې ټولنې له شمېرنې سره سم اوس په نړۍ کې يوازې د چين، جاپان،فرانسې او بريټانيا په ګډون ١٦ هېوادونو کې د ګړندي اورګاډو لارې جوړې شوې او د چين د ګړندي اورګاډو لارې د نورو هېوادونو په پرتله اوږدې دي.

د روان کال تر پای پورې به د چين د ګړندي اورګاډو لارو عمومي اوږدوالی له ١٢ زرو کيلو مترو څخه اوښتی وي.د چين د اورګاډو ادارې مسؤل وويل چې تر ٢٠١٥ کال پورې به د چين د ګړندي اورګاډو لارو اوږدوالی ١٩ زرو کيلو مترو ته ورسېږي او په ٢٠٢٠ کال کې به دغه شمېر له ١٢٠ زرو کيلو مترو څخه واړول شي.






اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای