CRI Online

ايران د ذروي خبرو اترو مودې د اوږدولو پرېکړه منلې

cri     (GMT+08:00) 2014-11-26 16:19:47

له دې امله چې د ايران د ذروي مسئلې په اړه خبرې اترې د نومبر په ٢٤مه نېټه په وروستۍ موده کې موافقې ته نه دې رسېدلې،دواړو خواوو موافقه وکړه چې د خبرو اترو موده ٧ مياشتو ته اوږده يعنې د ٢٠١٥ کال د جون تر ٣٠مې نېټې پورې اوږده کړي.

د ايران ولسمشر حسن روحاني د ورانې مياشتې د ٢٤مې نېټې په شپه د ايران له تلويزيون سره د مرکې په وخت کې وويل چې راتلونکی روښانه ده چې ايران به د ذروي خبرو اترو وروستي برياليتوب تر لاسه کړي.هغه وويل چې ايران به د جدي رويې په نيولو سره ذروي خبرو اترو ته دوام ورکړي ترڅو وروستي برياليتوب تر لاسه کړي.د ده په اند ايران د دغه پړاو په خبرو اترو کې خپل ذروي حق ساتلی دی او د دې لپاره به په پر له پسې توګه کوښښ وکړي.هغه وويل چې اوس د ايران د ذروي فعاليتونو او تأسيساتو په اړه شکونه نه شته، د خبرو اترو بله خوا باور لري چې پر ايران فشار او بنديز لګول به ښه نتيجه تر لاسه نه کړي. د سنتري فيوژونو کارونه به په هېڅ حال کې ختم نه شي او د خلکو ژوند به ورځ په ورځ ښه شي.

(اواز ١)

اوسنی حالات د ٣ مياشتو مخکې په پرتله جمعا بېل دي او د ٦ مياشتو مخکې په پرتله توپيرونه لاډېر دي.د بېلا بېلو خواوو دريځونه ګام په ګام نژدې شوي دي چې زيات توپيرونه لېری شوي دي.خو يو شمېر مسئلې لاهم شته.نننۍ موافقه ليک يوازې د ژنيو موافقه ليک دوام نه دی ، بلکې په دې فرصت سره به خبرې اترې روانې وي او وروستۍ موخه به پوره کړي، دا د منلو وړ نظر دی.په دې موده کې موږ برياليتوب تر لاسه کړو او په راتلونکي کې به لازيات برياليتوبونه تر لاسه کړو. شک نه لرم چې برياليتوب به تر لاسه نه کړو.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د روانې مياشتې په ٢٤مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې بايد په ٤ مياشتو کې خبرې اترې ختمې او چوکاټي موافقه ليک لاسليک شي او د ٢٠١٥ کال د جولای له لومړۍ نېټې مخکې ټولې تخنيکي مسئلې حل او ليکلي کارونه بشپړ شي. ظريف د ايران د ذروي پلان په اړه داسې وويل

(اواز ٢)

بايد نړۍ ته وښيو چې زموږ د ذروي پلان سوله ييز هدف تامين شوی چې د ذروي وسلو له خپرولو سره هېڅ اړيکې نه لري.د يو شمېر هېوادونو جرمونه تر ټولو سخت دي چې د ذروي وسلو د نه خپرېدو اصل تر پښو لاندې کوي، خو اوس دوی د ايران له ذروي پلان سره مخالفت کوي. بر سېره پر دې ، موږ ګډې نظريې ته رسېدلي چې په پر له پسې توګه د ژنيو موافقه ليک پلی کړو.

د ايران مذهبي مشر علي خامنه يي د روانې مياشتې په ٢٥مه نېټه وويل چې امريکا او اروپايي هېوادونه د ذروي مسئلې په اړه راغونډ شوي، خو دوی خپله موخه پوره نه کړه او په راتلونکي کې به يې هم پوره نه کړي.د خامنه يي استازي علي سعدي په همدې ورځ وويل چې د مذهبي مشر لارښوونکي اصل په ذروي خبرو اترو کې څرګند شوی دی.

په ايران کې د ذروي خبرو اترو مودې د ځنډېدو په اړه ٢ اوازونه شته چې يوه ډله د خبرو اترو مودې د اوږدولو ملاتړ کوي او د بلې ډلې په اند د مودې د ځنډېدو له لارې د ذروي خبرو اترو ناکامي پټه شوې ده.زيات شمېر ايرانيانو د خبرو اترو مودې د اوږدولو په اړه خپله ناخوښي څرګنده کړې.د ايران خبري رسنيو له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې خپل زغم وساتي، د ذروي خبرو اترو بهير اوږد شوی دی.

د ايران عمومي ټولنې د ذروي خبرو اترو مودې د ځنډولو حقيقت منلی او غواړي په راتلونکو څو مياشتو کې به هراړخيز موافقه ليک لاسليک شي تر څو خپل ذروي حق وساتي او ټول بنديزونه لغوه شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای