CRI Online

د جنوبي اسيا د سيمه ييزې همکارۍ سازمان ۱۸مه سرمشريزه غونډه د نيپال په پلازمېنه کتمندو کې پرانیستل شوه.

cri     (GMT+08:00) 2014-11-27 15:32:49

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جنوبي اسيا د سيمه ييزې همکارۍ سازمان یعنی سارک (SAARC) سرمشريزه غونډه د نومبر د ۲۶ مې نيټې په سهار د نيپال په پلازمېنه کتمندو کې پرانيستل شوه. د دغې ټولنې غړو هېوادونو مشران به په راتلونکو دوو ورځو کې د خپل منځي ستراتيژيکي اعتبار او همکارۍ او د سیمه ييز اقتصاد د یووالي په شمول يو لړ مسئلو بحث وکړي.

د دغې غونډې عمده موضوع د سولې او سمسورتيا په خاطر د سيمې يووالی دي او د افغانستان، بوتان، پاکستان، بنګلا ديش، مالديف، هند او سريلانکا په شمول د سارک اوو غړو هېوادونو حکومتي مشران په کتمندو کې راغونډېږي چې د غونډې په ترڅ کې به د غړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکي اعتبار او همکارۍ، د اقتصاد پرمختګ او د ازادې سوداګرۍ سیمې د ابادۍ په وسيله اقتصاد یووالی، د کاری فرصتونو زياتولو، د بېوزلۍ له منځه وړلو، د ټولنيز عدالت تآمينولو، له ترهګرۍ، نړيوالو جرمونو، اقليمي بدلون او طبيعي ناورينونو سره د مبارزې او د سارک دننه د اصلاحاتو او راتلونکي په شمول د ګډې علاقې وړ پر تودو مسئلو بحث وکړي.

برسيره پر دې به د دغې غونډې په ترڅ کې د هغو رپوټونو ارزونه هم وشي چې د پلان کمېټې د ۴۹ مې غونډې، د دايمي غړو کمېټې د ۴۱مې غونډې او د وزیرانو ۳۶مې غونډې لخوا وړاندې شوې دي.

د غونډې په سر کې د رئيس په توګه د کوربه هېواد نيپال صدر اعظم سوشيل کويرالا وټاکل شوی، د بېلا بېلو هېوادونو د حکومتي مشرانو تر ويناوو وروسته د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ښاغلي ليو جن مين هم خپله وينا وکړه. د غرمې شاوخوا يوې بجې د غونډې د لومړۍ ورځې د څرګندې اجندا د ختمېدو اعلان وشو او وروسته به يې اته غړي هېوادونه په جلا جلا توګه پټې دوه اړخيزې خبرې اترې وکړي چې په ترڅ کې به پر مشخصو مسئلو خبرې وشي. د يادونې وړ خبره دا ده چې د هند د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبر ورکړ چې د هند صدراعظم نارندرا مودی به په وار سره د پاکستان نه پرته د سارک د شپږو هېوادونو له مشرانو سره دوه اړخيزې خبرې اترې وکړي.

په حقيقت کې د اړوندو مسئلو تر څنګ دا هم د دغې غونډې په اړه د عامه افکارو او خبري رسنيو د پاملرنې وړ ګرځېدلې ده چې د هند او پاکستان دوه صدر اعظمان به سره وګوري که نه او د دغو دوو هېوادونو ترمنځ اړيکې به کومې خوا ته روانې شي. ځینو وګړيو پر دې اندېښنه څرګنده کړې چې د یادو دوو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ناهمغږي ممکن د سارک سرمشريزې غونډې پر بريالیتوب منفي اغېزه وکړي. د روان کال د می په مياشت کې ښاغلي مودی د ده د لوړې په مراسمو کې د ګډون بلنه ښاغلي نواز شريف ته ورکړې وه کوم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي نښه ګڼل کېږي. خو تر دې وروسته په څو مياشتو کې د دوو هېوادونو پوځونو څو څو ځله د سرحداتو په اوږدو کې سره جګړې وکړې او په اګست کې هند په خپل هېواد کې د پاکستاني عالي کميشنر لخوا د هندي کشمير د بېلتون غوښتونکو مشر سره د کتنې په پلمه په يو اړخيزه توګه د دوو هېوادونو د ديپلوماتيک سکريترانو ترمنځ غونډه لغوه کړه چې په پایله کې یې دوه اړخيزې اړيکې يو ځل بيا په رکود کې لوېدلې دي. د سارک د دغې سرمشريزې غونډې په موده کې د هندي کشمير ځايي ټولټاکنې هم روانې دي، خو د کشمير بېلتون غوښتونکو په ۲۵مه نيټه په مظاهرې سره له ټولټاکنو سره خپل مخالفت څرګند کړ او له پوليسو سره يې سختې شخړې وکړې.

د سارک له يادې سرمشريزې غونډې مخکې کوربه هېواد نيپال تل د هند او پاکستان د مشرانو ترمنځ د کتنې په هڅه کې و. د پاکستان صدر اعظم نواز شريف په ۲۶مه نيټه ويلي چې که د هند د بهرنيوچارو وزارت غواړي په مثبته توګه پاکستان ته د خبرو وړانديز وکړي، هغه به ور سره موافقه وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای