CRI Online

په بايسکل سپور امن دی

cri     (GMT+08:00) 2014-11-27 16:47:22

د سپورټ په دغې کړۍ کې به په افغانستان کې په بايسکل د سپرلو نجونو په هکله څه نا څه مالومات واورئ چې تازه د نړيوالو خبرو په نامه د سي ار اې راډيو لخوا په چاپه شوې ورځپاڼه کې خپاره شوي دي

هره ورځ سهاروختي پنځه بجې مخکې علي زاده له خپلو ملګرو سره د بايسکلونو په سپرلو د کابل ښار له لويو لارو يا تنګو کوڅو څخه تېرېږي . اوس ددوي د روزنې کچه پياوړې شوې ده څو چې دوي په دوه زره شپاړسم کال کې د اولمپيک په لوبو کې ګډون وکړي .

د انګليستان د ګوردين نومي ورځپاڼې د خبر له مخې د بايسکل ځغلولو دغه ښځينه ټيم نه د ټولو افغانانو خوښ دی او دوي به کله نا کله د روزنې په مهال کې د نورو لارويانو لخوا د غورځول شويو تېږو او کثافاتو له بريدونو سره مخامخ کېدې . خو د علي زاده په وينا زه له دغې لوبې سره ډيره مينه لرم او هره ورځ نژدې څلور ساعته روزنه کوم چې دغه لوبه ښځو ته ډيره ګټوره ده . ويل کېږي چې که يوه نجلۍ په ځانګړې توګه په لاره روانه وي ، ممکن به د سړو له ګډوډيو او لاسوهنو سره مخامخ وي ، خو په بايسکل سپور امن کار دی.

د افغانستان د بايسکل ملي ښځينه ټيم

د امريکا له کولولادو ايالت څخه راغلي مېرمن ګيرپين د علي زاده نظريه ومنله او و يي ويل چې بايسکل رښتيا په افغانستان کې يو ډول ارزانه او مناسه سپورتي وسيله ده ځکه چې ښځه د بايسکل په سپور د سړو له ګډوډيو څخه ځان ژغورلی شی.. ګيرپين د نيويارک ټايمز له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي وو چې هغې د دوه زره دوهم کال په پاي کې غرني بايسکل په سپور د کابل ښار په اطرافو کې د سيل په وخت کې د بايسکل په سورلۍ يوه افغاني نجلۍ وليدله چې دا د دې له اټکل څخه وتلې خبره وه چې يوه افغاني نجلۍ د کور په بهر د بايسکل په سورلۍ وه ، سره له دې چې هغې د افغانستان د ډيرو ځايونو سيل کړی ، خو هيڅ يې و نه ليدل چې يوه په لاره نجلۍ د بايسکل په سورلۍ وه . ورپسې نورو ور ته وويل چې په افغانستان کې د بايسکل د سوارۍ يوه ښځينه لوبډله هم جوړه شوې ده . نو ګيرپين په دوهم کال کې دغې ډلې ته يوه اندازه څوکۍ او سپورتي جامې ورکړې او ددوي لپاره يې يو لنډ ويډيويي فلم اخيستی دی څو چې ددوي شهرت نور هم پراخ شی.

مېرمن ګيرپين

صديقي ددې لوبډلې استاذ دی او و يې ويل چې شلګونه کاله مخکې مې د بايسکل ځغلولو د ښځينه لوبډلې د جوړولو غوښتنه کړې وه ، خو غوښتنه مې د طالبانو په وخت کې نشوای ترسره کېدای ، د طالبانو رژيم د ړنګېدو وروسته ډيرې نجونې زما کلوب ته راغۍ چې په نتيجه کې يوه لوبډله جوړه شوه .صديقي وويل چې په يو وخت دغه لوبډله د حإلاتو د ترينګلتيا له امله لغوه شوه ، په هغه وخت کې دوي وژړلې . صديقي په دې اعتراف وکړ چې دغه لوبډله ډيره کمزورې ده او له پنځلسو غړو څخه يوازی شپږ تنه په دايمي روزنه کې برخه لری او نور نهه تنه نوي راغلي دي د صديقي په قول نجونې بايد لومړي خپل پلار و مور ته قانع وکړي چې ددوي غوښتنه ومني . علي زاده وويل چې خپل پلار و مور ته د قانع کولو لپاره يې ډير وختونه لګولي وو. ما د ماشومتوب له وخته د بايسکل له سپرلو سره مينه درلوده ځکه چې زه د ګړندي سرعت او شجاعت عبادت کوم .

په باسيکل د سپرلو نجونو په اړه د ويډيو د جوړولو لپاره د خبريالانو کارونه

د تېر کال د مارچ په مياشت کې ددوي څخه زياتو نجونو په نوي ډيلي کې د بايسکل ځغلولو د نړيوالې اتلوالۍ په سياليو کې ګډون وکړ ، که څه هم دوي کومه جايزه نه وه ترلاسه کړې ، خو دوي مايوس نه کوي او ټينګ هوډ لری چې په دوه زره شپاړس کال کې د اولمپيک په لوبو کې د برخه اخيستلو حق وګټي . د لوبډلې نجلۍ کاکړ په وينا هغه هيله لری چې د افغانستان د ملي بيرغ په اوچتولو سره د اولمپيک لوبو ډګر ته ننوزي . ګيرپين په پاي کې وويل چې دوي له حياتي قوت او سيالۍ څخه ډکې نجونې دي ، سره له دې چې ددوي مهارتونه غښتلي نه دي ، خو ددوي څخه د افغاني نجونو او ښځو ټينګ هوډ او شجاعت ليدلی شم .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای