د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په يوويشتمې پيړۍ کې په سمندر کې د ورېښمو لارې تر عنوان لاندې نړيواله الکترونيکي سوداګريزه صحنه يعنې په سمندر کې د ورېښمو لارې په اړه د ګوانګ جو نړيواله ټولنه د نومبر په اووه ويشتمه نېټه په ګوانګ جو ښار کې په رسمي توګه په کار شوې ده. دغه صحنه به د بهرني سوداګرۍ، د مالولو د لېږد رالېږد، اقتصاد، سيلانۍ او کولتوري تګ راتګ په ساحو کې د چين او د دغې لارې پر اوږدو کې د اړوندو هېوادونو ترمنځ همکاريو ته ښه زمينه برابره کړي او د خارجي تجارتي چارو په باره کې د ګوانګ جو ښار پرمختګ پياوړې کړي.
د ګوانګ جو د حکومت د سرمنشي مرستيال دياو ای لين وويل، چې دغه صحنه به د زياتو رښتيني مسئلو د حل و فصل په باره کې د نړيوالو الکترونيکي سوداګريزو شرکتونو سره مرسته وکړي. په دې نسبت به دغه شرکتونه د يوې ټولنې په ډول په ګده له نړيوالو ننګونو سره مخامخ وي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |