د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د هند او پاکستان صدراعظمانو نارندرا مودي او نواز شريف په نيپال کې د جنوبي اسيا د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون په ترڅ کې سره وکتل. دا د سرحدي کشالې وروسته د دوی تر منځ لومړی ملاقات دی.
د جنوبي اسيا د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه د نومبر په شپږويشتمه او اوه ويشتمه نېټه په نيپال کې تر سره شوه. د اتو غړو هېوادونو مشران د اوه ويشتمې نېټې په سهار د نيپال د دوليخيل علاقه دارۍ ته ورسيدل. د نيپال د بهرنيو چارو وزير د دې خبر پخلی وکړ چې د هند او پاکستان صدراعظمانو د لاس روغبړ وکړ او غير رسمي خبرې اترې يې وکړې. د ځايي خبري رسنيو په اند، د هند او پاکستان تر منځ د اړيکو سختوالي پر يادې غونډې ناوړه اغيزه لري. هند په دې غونډه کې د غړو هېوادونو تر منځ د موټرونو د ازاد حرکت، د اورګاډو پټليو د يو ځای کېدو او د انرژۍ د همکارۍ په اړه درې پلانونه وړاندې کړي، خو پاکستان د دغو درېيو پلانونو په اړه خپله نظريه څرګنده نه کړه. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |