CRI Online

د ورېښمو د سمندري لارې جوړونه د اړوندو هېوادونو د صنايعو د عصري کېدو لپاره ګټوره ده

cri     (GMT+08:00) 2014-11-28 09:42:03

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا سرکار او د نړيوال بانک پخواني مشر لين يي فو د نومبر په اوه ويشتمه نېټه وويل، اوس زياتره پرمختيايي هېوادونه د صنعتي او عصري کېدو له کليدي بهير سره مخامخ دي. که دوی د ورېښمو د سمندري لارې د جوړونې په اړه د چين په پلان کې برخه واخلي، ښايي چې په دغو هېوادونو کې د چين په شان د اقتصاد چټک پرمختګ رامنځته شي.

هغه وويل، د ورېښمو د سمندري لارې په اړه په زياتو هېوادونو کې غني نفت او کانونه شته، خو اقتصاد پياوړی نه دی، بازارونه ډېر پراخ دي. که د ورېښمو د سمندري لارې د جوړونې په اړه د چين پلان په ښه ډول تر سره شي، د نړيوال تجارت يو ښه بازاري چاپيريال به جوړ شي، د دغو هېوادونو بازارونه به هم د دې په رڼا کې سمسور شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای