د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاډيمر پوټين د نومبر د شپږويشتمې نېټې په شپه د اوکراين له ولسمشر پولوشينکو سره د اوکراين مسئلې په اړه ټلېفوني خبرې وکړې. دواړو خواوو په عمده توګه د دوه اړخيزو اړيکو او د اوکراين د ختيځې برخې د اوضاعو په باب بحث وکړ.
د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر دميتري پيسکوف په اووه ويشتمه نېټه وويل، چې دا بې بنسټه ده چې ولسمشر پوټين په خبرو کې ولسمشر پولوشينکو ته ګواښ کړی. رښتيا ده چې دواړو مشرانو د دوه اړخيزو اړيکو او د اوکراين د ختيځې برخې د اوضاعو په اړه مثبت بحث وکړ او دغه خبرې به د اوکراين بحران د حلولو لپاره ګټورې وي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |