CRI Online

د بريټانيې د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د دغه هېواد د سفارت د موټرو پر کاروان باندې د بريد سخته غندنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2014-11-28 09:53:48

د بريټانيې خارجي وزير فيليپ حاموند د نومبر په اووه ويشتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د بريټانيې د سفارت د موټرو پر کاروان باندې د هغه بريد سخته غندنه وکړه چې په همدې ورځ د افغانستان په کابل کې وشو. هغه تائيد کړه چې د دغه بريد له امله د سفارت څو تنو کارکوونکو ته مرګ و ژوبلې اوښتې دي.

هغه وويل، چې د يو بريټانوي امنيت ساتونکي او يو بل افغان کارکوونکي په شمول دوه تنه پکې وژل شوي او يو بل بريټانوي امنيت ساتونکی ټپي شو. دغه پر دغه بريد سخته غندنه وکړه چې عامو وګړيو ته يې مرګ و ژوبلې اړولې دي. د بريټانيې خارجي وزارت به تر وسې پورې د مړه شويو کسانو له کورنيو سره مرسته وکړي. دغه پېښه به د بريټانيې او افغانستان ترمنځ په اړيکو باندې اغيزه ونه کړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای