د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د عراق حکومتي ځواکونو د نومبر په اوه ويشتمه نېټه په پر له پسې ډول په ختيځه او شمالي سيمو کې له اسلامي دولت سره جګړې وکړې او د ختيځې برخې ديارلس کلي يې بيرته ونيول او لږ تر لږه نولس وسله وال يي ووژل.
د عراق حکومتي ځواکونو په همدې ورځ د شعيه مليشو او د کرد وسله والو په مرسته په پر له پسې ډول د ديالا ولايت د هيمرين په سيمه کې د اسلامي دولت پر وسله والو بريدونه کړي دي. د دې تر څنګ، حکومتي ځواکونو د جلاولا علاقه دارۍ ته نژدې په يو کلي کې د وسله والو پر يو پټنځای بريد وکړ او د اسلامي دولت يو مشر او درې مرستيالان يې ووژل. د عراق په شمال د صلاح الدين په ولايت کې، حکومتي ځواکونو په پر له پسې ډول د بايجي په ښار کې د اسلامي دولت اته وسله وال ووژل. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |