د تجارت نړيوال سازمان د نومبر په اوه ويشتمه نېټه اعلان وکړ چې په همدې ورځ د دې سازمان د عمومي شورا په ځانګړې غونډه کې د تجارت د اسانه کېدو تړون تصويب شو.
د دوه زره او ديارلسم کال په دسمبر کې، د دې سازمان د وزيرانو په کچه نهمه غونډه کې د بالي تړون لاسليک شو چې پکې د تجارت د اسانه کېدو په اړه وړانديز وړاندې شو. د دې تړون سره سم، غړي هېوادونه دې د سږ کال د جولای له يو دېرشمې نېټې مخکې د تجارت د اسانه کېدو په اړه تړون تصويب کړي، څو چې دغه مقررات په رسمي ډول د ياد سازمان په ميکانيزم کې شامل شي. خو په تير جولای کې دغه تړون په ټاکلي وخت کې نه دی تصويب شوی.
د تجارت د نړيوال سازمان عمومي مدير روبيرتو ازيويدو وويل، غړي هېوادونه به د تجارت د اسان کېدو تړون تر تصويب وروسته په جلا جلا ډول د دې تړون د منظورۍ پړاوونه پيل کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |