CRI Online

په تير اکتوبر کې چين د نفتو پر خالص صادراتي هېواد بدل شو

cri     (GMT+08:00) 2014-11-28 15:03:11

د چين د ګمرکي ادارې د تازه شميرنې له مخې، په تير اکتوبر کې له نورو هېوادونو څخه چين ته د توريد شويو نفتو اندازه دوه مليونه دوه لکه او اتيا زره ټنه دي چې د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله دوه ويشت اعشاريه دوه سلنه ټيټه شوې ده. نورو هېوادونو ته د چين لخوا د صادر شويو نفتو اندازه درې مليونه يو لک او څلوېښت زره ټنه دي چې د پروسږ کال د همدې مودې په نسبت دېرش اعشاريه درې سلنه زياته شوې ده. دغه راز چين په تير اکتوبر کې د نفتو پر خالص صادراتي هېواد بدل شو.

د اړوندې شميرنې سره سم، د سږ کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې، چين د نفتوپه معاملو کې پوره بيلانس لاسته راوړ. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای