د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د امنيت شورا د نومبر په اووه ويشتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د هغې پېښې سخته غندنه وکړه چې په همدې ورځ په افغانستان کې د بريټانوي سفارت د موټرو پر کاروان باندې بريد وشو، او پر دې يې ټينګار وکړ چې اړوندې خواوې بايد تر خپلې وسې پورې له ترهګرۍ سره مقابله وکړي.
د امنيت شورا پر دې ټينګار وکړ چې د دغه شان ترهګريزو بريدونو تر شا جوړونکو، طرحه کوونکو، پانګوونکو، ملاتړکوونکو ته جزا ورکړي. ټول هېوادونه بايد د نړيوالو قوانينو او د امنيت شورا د اړوندو سندونو سره سم خپله دنده پر غاړه واخلي او د افغانستان له حکومت سره مثبتې همکارۍ وکړي. د امنيت شورا د مړه شويو کسانو، افغانانو او حکومت او د بريټانيې حکومت ته ژورې همدردۍ او خواشينۍ څرګندې کړې او هيله يې وښودله چې ټپيان به ژر روغ شي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |