د نومبر په اوه ويشتمه نېټه، د چين د جه جيانګ ولايت د ځي شي ښار په يوه راستورانټ کې، ماشيني خدمتګاران مېلمنو ته خوراکونه وړي او نڅا هم کوي چې پخوا دا يوازې په خيالي فلمونو کې ليدل کيده. په دې راستورانټ کې پنځه ماشيني خدمتګاران شته چې دوه يې د ډول ډول خوراکونو نومونه هم ويلی شي او درې يې د دروازې په مخ کې د مېلمنو د خوښۍ لپاره نڅا کوي. دغه راستورانټ به په دسمبر کې په رسمي ډول پرانيستل شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |