د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نومبر په اوه ويشتمه نېټه، د جنوبي اسيا د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په اتلسمه غونډه کې د کتمندو اعلاميه تصويب او د انرژۍ همکارۍ د چوکاټ تړون لاسليک شو.
د دې غونډه مطلب د سولې او سمسورتيا لپاره د اقتصاد د يو ځای کېدو ژورتيا ده. د اته غړو هېوادونو مشرانو پکې د اقتصاد د يو ځای کېدو په ګډون د مسئلو په باب خبرې اترې وکړې. د انرژۍ همکارۍ چوکاټي تړون د نيپال لخوا وړاندې شوی چې موخه يې د جنوبي اسيا په سيمه کې د برېښنايي شبکو يو ځای کول دي.
د نيپال د نوبتي مشر هېواد د نيپال صدراعظم د غونډې د پای په مراسمو کې وويل، دا يوه بريالۍ غونډه ده. د انرژۍ همکارۍ د چوکاټ تړون د سيمې د هېوادونو تر منځ د اړيکو د ژورتيا لپاره ګټور دی.
د جنوبي اسيا د همکارۍ سازمان په نولس سوه پنځه اتيايم کال کې جوړ شوی او اته غړي هېوادونه لري : افغانستان، بنګلاديش، بوتان، هند، مالديو، نيپال، پاکستان او سريلانکا. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |