CRI Online

په سمندر کې د ورېښمو لارې تر عنوان لاندې د نړيوالو سوداګريزو نښو لومړی نندراتون پرانيستل شو.

cri     (GMT+08:00) 2014-11-28 15:43:51

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، په سمندر کې د ورېښمو لارې تر عنوان لاندې د نړيوالو سوداګريزو نښو لومړی نندارتون د نومبر په اته ويشتمه نېټه د فو جيان ولايت په چوان جو ښار کې پرانيستل شو. د دغې لارې پر اوږدو د اړوندو هېوادونو او سيمو ۳۸۶ تصدۍ په دغه نندارتون کې برخه اخلي.

د چين د سوداګرۍ د پياوړتيا ټولنې مرستيال جانګ وي وويل، چې په سمندر کې د ورېښمو لرغونې لاره د چين او لويديځو هېوادونو ترمنځ د ثقافت او اقتصاد د تبادلې لپاره مهم پل و. په نوې زمانه کې د ورېښمو لاره د سيمه ييزو همکاريو او ګډو ګټو د پياوړتيا په باره کې مهم رول لوبوي.

د معلوماتو له مخې، د دغه درې ورځني نندارتون په موده کې به په سمندر کې د ورېښمو لارې په نامه د چين د چوان جو نړيوالو مارکونو د پرمختګ د فورم، د يوويشتمې پيړۍ لپاره په سمندر کې د ورېښمو لارې پر اوږدو د سوداګريزو همکاريو په باب د ګردي مېز غونډې او منځنۍ ختيځې اروپا ته د ننوتلو په نامه د پيژندنې غوندې په شمول يو لړ فعاليتونه تر سره شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای