CRI Online

د اسلامي همکارۍ سازمان له خپلو غړو هېوادونو څخه د اقتصاد، سوداګرۍ او پولي چارو په اړه د خپل منځي ستراتيژيکي همکارۍ د پياوړتيا غوښتنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2014-11-28 16:03:48

د چين نړيواله راډيو! ګرانو اورېدونکو، د اسلامي همکارۍ سازمان د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ دايمي کمېټې لخوا د وزيرانو ۳۰ مه غونډه پر ځايي وخت ۲۷مه نيټه د ترکيې په لومړي لوی ښار استانبول کې پرانيستل شوه. د ترکيې، ايران، سعودي عربستان او اندونيزيا په شمول له څه باندی ۵۰ هېوادونو څخه راغلو استازيو د اقتصاد، سوداګرۍ او پولي چارو په برخو کې پر همکارۍ او په نړيوال اقتصاد کې د اسلامي هېوادونو د سيالۍ توان پر پياوړتيا بحث او يو د بل سره د نظريو تبادله وکړې.

د دغې غونډې د جوړېدو موخه د نړيوال اقتصاد په پرمختيايي بهير کې د ياد سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د خپل منځي اړيکو پياوړتيا، بېلا بېلو غړو هېوادونو ته د پرمختګ ورکول، د خپل منځي تبادلې او همکارۍ ژورتيا او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه له ځينو هېوادونو سره مرسته کول دي.

له وروستيو څو کلونو راهيسې، د دغه سازمان غړو هېوادونو د اقتصاد، سوداګرۍ او پولي چارو کې خپل منځي همکارۍ ته چټک پرمختګ ورکړی دی. په ۲۰۱۲ کال کې دغه سازمان د اقتصادي همکارۍ ستراتيژيکي پلان جوړ کړ او غړو هېوادونو وغوښتل چې د سوداګرۍ، ترانسپورټ، سيلانۍ، کرنې، د بېوزلۍ له منځه وړلو او پولي چارو په شمول شپږو ساحو کې خپل منځي همکاري او تګ راتګ وکړي ترڅو چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ يووالی او خپلواکي پياوړې او د اقتصادي سيالۍ په ترڅ کې خپل توان او عمومي ځواک لوړ کړي. د ترکيې ولسمشر ايردوګن څوک چې د اسلامي همکارۍ سازمان د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ کمېټې مشر هم دی، له څو کلونو راهيسې د دغه سازمان لخوا د تر لاسه شويو لاسته راوړنو لوړه ستاينه وکړه او د غړو هېوادونو د پرمختګ په بهير کې بېلا بېلو ستونزو ته اشاره وکړه. هغه وويل:

(لومړی اواز)

له وروستيو څو کلونو راهيسې د اسلامي همکارۍ سازمان غړو هېوادونو نه يوازې د اقتصاد او سوداګرۍ، بلکې هم د پرمختيايي موخې په برخو کې ډېر مهم برياليتوبونه لاسته راوړي. په نژدې لسو کلونو کې د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ له لحاظه د اسلامي هېوادونو عمومي ارزښت په سلو کې پنځوس زيات شوی دی. په عين وخت کې د دوی د کورنۍ سوداګرۍ اندازې هم د څه دپاسه پنځوس سلنه زياتوالی موندلی دی. شک نشته چې دغې شمېرې د اسلامي هېوادونو د وتلو اقتصادي لاسته راوړنو نښې دي. خو موږ هم بايد پدې پوهېږو چې ځيني غړي هېوادونه لا تر اوسه هم له سترو بشري او سياسي بحرانونو سره مخامخ دي.

اوس مهال د اسلامي همکارۍ سازمان غړي هېوادونه د اسيا، افريقا او اروپا په ګوټ ګوټ کې پراته دي چې د نړۍ عمومي نفوس يو په پنځمه برخه نيسي او د نفتو او طبيعي ګازو په سلو کې اويا سرچينې په لاس کې لري. خو د تاريخي لاملونو، اوسنيو سياسي شخړو او مذهبي او سيمه ييزو عواملو په اثر د سازمان يو شمېر غړي هېوادونه لا هم د اقتصادي وروسته پاتې يا پرمختيايي هېوادونو په ليکه کې ولاړ دي. له ۲۰۰۷ کال نه تر ۲۰۱۳ کال پورې د غړو هېوادونو د بهرنيو مستقيمو پانګو عمومي حجم له ۱۴۸ بليارډو څخه ۱۳۶ بليارډ سل ميلونو امريکايي ډالرو ته ټيټ شوی دی. نو ځکه بېلا بېل غړي هېوادونه بايد د اقتصاد او سوداګرۍ په تېره بيا پولي ساحه کې خپلمنځي همکاري او همغږي پياوړې کړي. هغه زياته کړه:

هيله ده چې غړي هېوادونه په مثبته توګه د سازمان د اقتصادي او سوداګريزې کمېټې په مختلفو کارونو په تېره بيا د بنسټيزې همکارۍ په پروګرامونو کې ګډون وکړي. پر دې سربېره د پولي همکارۍ په ساحه کې د برخه والو استازيو او د مختلفو غړو هېوادونو د مربوطو ارګانونو فعال ګډون هم اړين دي.

د راتلونکي پرمختګ په اړه د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي ښاغلي عياد مدني څرګنده کړې چې ژر به د بېوزلۍ د له منځه وړلو، د کليوالو نفوسو جوړښت د ښه والي او د پولي بازار د فعالېدو په خاطر د راتلونکو لسو کلونو لپاره يو پرمختيايي پلان جوړ کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای