CRI Online

پاکستان شپږ دېرش تنه هنديان خوشي کړل

cri     (GMT+08:00) 2014-11-28 17:40:21

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان حکومت د نومبر په اته ويشتمه نېټه وويل، پاکستان په همدې ورځ شپږدېرش تنه هنديان خوشي کړل.

د اړوند خبر له مخې، دغه هنديان مخکې د کراچۍ په زندان کې بندي شوي او پکې پنځه دېرش تنه هندي کب نيوونکي دي او يو تن په ناقانوني توګه په کراچۍ کې پاتې شوی. اوس دوی د پنجاب ايالت مرکز لاهور ته ليږدول شوي او د نومبر په نهه ويشتمه نېټه به هند ته وسپارل شي.

اوس هند او پاکستان څرګند سمندري سرحد نه لري، نو په کشاله لرونکي سمندري سيمه کې کب نيوونکي کله نا کله د يو بل هېواد لخوا نيول کېږي. دواړو خواوو په دې هکله څو ځلې خبرې اترې کړې خو موافقې ته نه دي رسېدلي . (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای