د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د نومبر په اته ويشتمه نېټه وويل، چين دې ته مبارکي ورکوي چې د سارک سازمان اتلسمه سرمشريزه غونډه په نيپال کې په بريالۍ توګه ترسره شوه. چين د سارک له سازمان سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي په بېلا بېلو ساحو کې د جنوبي اسيا له هېوادونو سره همکاري او تبادلې پياوړې کړي.
مېرمن هوا چون ينګ په همدې ورځ وويل، د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال ليو جن مين د يو پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې حاضر و او يوه وينا يې هم وکړه. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |