CRI Online

له چين سره د اوو شپېتو کلونو مينه

cri     (GMT+08:00) 2014-12-11 20:16:55

له چين سره د اوو شپېتو کلونو مينه

د تېر اکتوبر په اتلسمه نېټه ښاغلی سيدني شاپيرو په بيجينګ کې د اته نويو کالو په عمر وفات شو او په څلورويشتمه نېټه د بيجينګ د باباو شان په انقلابي مقبره کې د ښخولو مراسم پر ځاي شول چې شاپيرو په خټه امريکايي و او چيني تابعيت يې درلود چې چيني نوم يې شابو لي و . شاپېرو په نولس سوه پنځلسم کال کې د امريکا په نيويارک کې زېږېدلی او په چين کې يې د اووه شپېتو کلونو لپاره کار او ژوند وکړ. د چين د يوه مشهور ژباړونکي او ليکوال په توګه هغه د چين شل نامتو ناولونه ژباړلي چې له امله يې د نورو هېوادونو وګړو ته د چيني کولتور د خپرولو په ساحه کې وتلی استازی وبلل شو او د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د غړي په توګه چې د ماموريت موده او عمر يې د نورو غړو په نسبت اوږد و ،د خپل عمر د نيمې برخې لپاره له چين سره مينه څرګنده کړه .

د نولس سوه اووه څلويښتم کال د پسرلي په موسم کې دوه ديرش کلن شاپيرو د عسکري خدمت تر ختمېدو او د چيني ژبې د يو نيم کال د زده کړې وروسته د خپل عمر تر ټولو مهمه پرېکړه وکړه چې چين ته لاړ شی. په شانګهاي کې هغه د چين کمونست ګوند او د چين انقلابي چارې سمې وپېژندلې او په نولس سوه اته څلوېښتم کال کې يې د چين له يوې ترقي غوښتونکې ليکوالې فونځه سره واده وکړ چې له امله يې د چين په انقلاب کې برخه واخيستله او له دې وروسته د خپل عمر تر پايه پورې له چين څخه جلا نه شو.

د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو په مراسمو کې شاپيرو او ميرمن يې ګډون وکړ او تر دې وروسته شاپيرو د داستانونو په ژباړلو او ميرمن يې د ډرامو په ليکلو پيل وکړ . دده عمري هيله دا وه چې نړيوال چې د پوستکو رنګونه او مذهبي عقيدې يې بېلې دي ، په انګليسي ژبه ژباړل شوي چيني داستانونه ولولي . په نولس سوه يوپنځوسم کال کې شاپيرو د بهرنيو ژبو مطبعې لخوا وګمارل شو او له خپلو ملګرو سره په انګليسي ژبه د چيني ادبياتو په نامه کتاب چاپ کړی او په خپل عمر کې يې ډير مشهور چيني ناولونه يې ژباړلي دي . پرته د ژباړنې نه شاپيرو هم په چين کې د يهوديانو په شمول ډير کتابونه ليکلي دي چې له امله يې د ژباړنې او بهرنې چاپونې په ساحه کې ډېرې جايزې ګټلي دي.

په چين کې شاپېرو په خپلو سترګو ليدلي چې غريب او وروسته پاتی چين ورو ورو غښتلی شوی او خپل همکاران د نوي چين د ابادولو لپاره فداکارانه کار کوي.

په نولس سوه درې شپېتم کال کې د وخت صدراعظم جوينلای په منظورۍ شاپيرو چيني تابعيت تر لاسه کړ او په چيني تبع بدل شو او له دې نه وروسته يې د يوه چيني تبع په توګه د چين په پيژندلو پيل وکړ او له چين سره اړېکې يې نورې هم ټينګې کړې . هغه زياته کړه چې له چين سره زما احساسات د بدليدو په حال کې دي .

په نولس سوه نهه اوويم کال کې شاپېرو د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د غړي په توګه انتخاب شو چې دغه کنفرانس د لويديځو هيوادونو د سنا مجلس غوندی دی. هغه په نولس سوه نهه اوويم کال کې د سر په سترګو د ليدلي چين په هکله يو کتاب په امريکا کې چاپ کړ چې نوم يې و په چين کې يو امريکايي . شل کاله وروسته يې د زما چين په نامه کتاب وليکه او په امريکا کې په دې نوم دغه کتاب چاپ کړ چې ما چين انتخاب کړ. هغه په دې کتاب کې ليکلي چې ولی يو امريکايي په چين کې خپل ټول عمر تېر کړی دی چې ځواب يې زما په دغه کتاب کې پېدا کېږي.

په چين کې شاپېرو د معمولي چينايانو غوندي ډوډۍ خوړله ، چاي يې څښه ، تاي جي لوبه يې کوله ، ټوکري بوټونه يې په پښو کول اوداسی نور. هغه داسې وويل سره له دې چې د کلونو کلونو په تېرېدو سره زما په وجود کې امريکايي بوي نه دی ورک شوی ، خو احساس می وکړ چې چين زما وطن او زما کور دی . شاپيرو په اووه شپيتو کلونو کې تقريبا د لسو مليونو چيني کريکترونو په اندازه چيني داستانونه ژباړلي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای