CRI Online

فلج شوې ځوانه ليکواله لي ځه يان

cri     (GMT+08:00) 2014-12-11 20:21:23

فلج شوې ځوانه ليکواله لي ځه يان

دا يوه معيوبه ښځه ده او له خپل ميړه سره يې نژدې شل کاله تېر کړي دي . نن ورځ ددې درې کسيزه کورنی د نيکمرغۍ په فضا کې ژوند کوي . دغه ښځه لي ځه يان نومېږي او په نولس سوه دوه اتيايم کال کې د اتلس کلنۍ په وخت کې له يوې ناڅاپه پېښې سره مخامخ شوه او له دې امله چې د ملا تېر ريزمريز شوی ، د نهو ساعتو عملياتو وروسته د وجود دوه پر درېمه برخه يې فلج شوې چې مجبورا ښوونه يې نيمګړې پاتې شوه ، ورپسې يې څو څو ځله وغوښتل چې ځان ووژني ، خو له مرګ څخه وژغورل شوه چې په پايله کې يې غوره کړ چې په توريالۍ توګه خپلې مورې او نورو خپلوانو لپاره خپل ژوند ته دوام ورکړي .ددې په وينا هغه ليکنه چې نوم يې ژوندی شوی باز و ، ددې ډيره خوښه وه ځکه چې باز له مرګ څخه د خلاصون وروسته بيا جګې هوا ته الوت کولی شی .

جي دونګ د ځه يان همټولګی و او کله يې چې د ځه يان غمجنه پېښه واورېده ، په زيار سره ځه يان لټوله ، خو لټون يې کومې نتيجې ته و نه رسيد. په پاي کې يې له کانکور څخه هم ډډه وکړه او په خپل ټاټوبي کې يې د کبانو روزلو يو فارم جوړ کړ ، ورپسې په دې خبر شو چې ځه يان د خپل مشر ورور په کور کې وه چې په لېرې هي لونګ جيانګ ولايت کې يې د ښوونکي دنده په غاړه درلوده . بيا يې د ناسم ادريس په نامه شلګونه ليکونه وليږل او يو کال وروسته ځه يان د جي دونګ يو ليک لاس ته راوړ . جي دونګ په خپل ليک کې وليکل چې ځه يان چيرې يې ؟ټولو ويلي چې ته له دنيا څخه لاړه ، خو باور لرم چې ته لا هم ژوندی يې . که ليک لاس ته راغی ، حتما به ځوابي ليکراولېږې . درې کاله وروسته يوه ورځ جي دونګ د ځه يان د مشرې خور په کور کې له ځه يان سره مخامخ شو او دواړو هيڅ خبرې و نه ويلې ، خو اوښکې يې له څېرو توېېدې . په نولس سوه پنځه نويم کال کې جې دونګ له ځه يان سره واده وکړ ، سره له دې چې دواړو کورنيو ددوي له واده سره مخالفت وکړ . تر واده وروسته لي ځه يان په پټ ډول ژمنه وکړه چې بايد د پيسو ګټلو لپاره ډير زيار وباسي څو چې خپل ژوند لږ څه ښه شی ، نو دوي د ولسوالۍ په مرکز کې د لس مربع مترو په مساحت يوه کوچنۍ کوټه کرايه کړه چې ميړه يې مزدوری کوله او ځه يان شيان پلورل .لږه موده وروسته ځه يان لنګه شوه او له اټکل نه وتلو خطرونو په تېرېدو سره يې يو زوی راوړ چې دغه زوي سږ کال د يوه مشهور پوهنتون لخوا ومنل شو.

د خپل ژوند د لومړيو اړتياوو د پوره کولو سره سم لي ځه يان په څرخچوکۍ خپله زده کړه او ليکوالي له لاسه ور نه کړه او د خپل ژوند د لوړ و ژور له مخې يو ناول وليکه او په انټرنيټ کې يې خپور کړ چې دغه ناول په دوه زره يوولسم کال کې د انټرنيټي ادب جايزه وګټله . د څو کالو راهيسې لي ځه يان په انټرنيټ کې د شپږو مليونو چيني کريکترونو په شمول شل ناولونه خپاره کړي دي . دې په دوه زره نهم کال کې ميړه ته يو ګرځنده تليفون او زوي ته د لوبې سامانونه اخيستي دي . په دوه زره لسم کال کې د چين د ليکوالو ټولنې په منظورۍ د لي ځه يان په شمول شل تنه انټرنيټي ليکوالان د لوسيون ادبي اکاډمي لخوا ومنل شول چې دغه اکاډمی خاص د ليکوالي کچې د لوړولو لپاره جوړه شوې ده . نن ورځ لي ځه يان د ځايي ليکوالو د ټولنې غړې په توګه وپيژندل شوه . د لي ځه يان په خوله هر څوک بايد د نورو د احسان بدله مجرا کړي چې په دې وجه له وروستيو کلونو راپدې خوا يې د ليکوالي په عين وخت کې د خپل توان په اندازه ډيرې خيريه او عام المنفعه چارې ترسره کړي دي . مثلا وروسته له هغه وخته چې په دوه زره لسم کال کې يې د بيجينګ په دارالمعلمين کې د روحي او رواني مشاورې روزنه ترسره کړې، په انټرنيټ کې په وړيا ډول په رواني ناروغيو د اخته کسانو لپاره رواني مشاورې برابروي او هيله لری چې لا زيات داسې ناروغان له ذهني او روحي ستونزو څخه ځان وژغورل شی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای