CRI Online

قزاقستان ته د چين د صدر اعظم لي که چيانګ سفر

cri     (GMT+08:00) 2014-12-15 15:46:59

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدر اعظم لي که چيانګ د دسمبر په ۱۴مه نيټه قزاقستان ته په رسمي سفر ورسېد، د چين او قزاقستان د صدر اعظمانو ترمنځ د ټاکلې مودې په کتنه کې يې ګډون وکړ او د ۱۴ بليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د دواړو هېوادونو ترمنځ د تړون د لاسليک په مراسمو کې حاضر و. د کتنې په ترڅ کې دواړه مشران د خپل منځې واقعي همکارۍ د ژورولو په موخه د ګډو کوښښونو په اړه يو لړ موافقو ته ورسېدل.

پر ځايي وخت د ۱۴مې نيټې له غرمې وروسته د صدر اعظم لي که چيانګ ځانګړې الوتکه د استانا نړيوال هوايي ډګر ته ورسېدله. د قزاقستان صدر اعظم کريم مسيموف پخپله هوايي ډګر ته لاړ او د چين صدر اعظم لي که چيانګ د هرکلي په مناسبت ځانګړي مراسم يې جوړ کړل. ور پسې دواړو صدراعظمانو سره کتنه وکړه او د همکارۍ سند د لاسليک مراسم يې تر سره کړل. صدر اعظم لي که چيانګ په دې اړه څرګنده کړه:

( لومړی اواز)

د چين او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د هغه تړون عمومي ارزښت ۱۴ بليارډو امريکايي ډالرو ته رسېږي چې ما او صدر اعظم مسيموف تازه د لاسليک په مراسمو کې ګډون کړی دی. دغه تړون ګاونډيو هېوادونو ته زما د سفرونو په ترڅ کې د لاسليک شويو تړونونو په منځ کې تر ټولو لويه پيمانه لري، ترې د چين او قزاقستان ترمنځ د همکارۍ ژورتيا، پراختيا او لوړه سويه څرګندېږي.

ياد شوی تړون د ورېښمو لارې اقتصادي سيمې د ابادۍ، د کانونو استخراج، د پيسو تبادلې او ذروي همکارۍ په شمول زياتو ساحو پورې اړه لري. دواړه خواوې په دې موافق دي چې د خپل منځي واقعي همکارۍ او ګډ پرمختګ لپاره هڅې وکړي. صدر اعظم لي که چيانګ وويل:

( دوهم اواز)

د چين او قزاقستان ترمنځ د همکارۍ زيات ځلانده ټکي پيدا کېدای شي، د بېلګې په توګه دواړه خواوې د غير انرژۍ سرچينې، متقابلې پانګونې، د تجهيزاتو جوړولو، کرنې او د سرچينو بيا چمتو کولو په شمول يو شمېر برخو کې د دوه اړخيزې همکارۍ له لارې ګټې اخيستلای شي او د نړيوال اقتصاد د ځينو ناثابتو عواملو له امله له يو لړ رامنځته کېدونکو خطرونو سره د مقابلې په ګټه دي.

د قزاقستان صدر اعظم مسيموف وويل چې قزاقستان او چين ترمنځ د ښه ګاونډيتوب اړيکې د قزاقستان په ديپلوماتيکو چارو کې لومړيتوب دی. قزاقستان غواړي له چين سره د اقتصاد، سوداګرۍ، پانګونې، نفتو، طبيعي ګازو، ذروي انرژۍ، پولي چارو، انساني او کلتوري تګ راتګ په شمول برخو کې لا پراخه او زياته همکاري وکړي. هغه څرګنده کړه:

(درېيم اواز)

نن ما او صدر اعظم لي که چيانګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د دولتي پلان په هکله يو له بل سره د نظريو تبادله وکړه، يو يې د ورېښمو لارې اقتصادي سيمې ابادي او بل يې د روښانه لارې په نامه د قزاقستان ولسمشر لخوا وړانديز شوې تګلاره ده. دغه دوه پلانونه يو له بل سره ورته دي او د دواړو هېوادونو د تصديو ترمنځ د همکارۍ پراختيا لپاره فرصتونه برابر کړي دي. اوس مهال د چين او قزاقستان ترمنځ همکاري په يوه مهمه مرحله کې ده، ځکه چې دواړه هېوادونه د خپل منځې همکارۍ د لا پرمختګ په هڅه کې دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ واقعي همکارۍ د تصديو له لارې تر سره کېږي. د چين او قزاقستان صدر اعظمان په همدې ورځ هم د تصديو خاوندانو د کمېټې په غونډه کې حاضر وو. د دواړو هېوادونو د تصديو کابو ۵۰۰ تنو خاوندانو پکې ګډون وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ د دوی شوق اوذوق او باور څرګندېږي. د قزاقستان د کانونو دولتي شرکت د بورډ مشر خبريالانو ته وويل چې د دوو صدر اعظمانو ترمنځ کتنه د دوو هېوادونو د تصديو لپاره د واقعي همکارۍ لا زيات فرصتونه برابرولای شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای