CRI Online

د چين صدر اعظم د شانګهای همکارۍ سازمان د صدر اعظمانو په غونډه کې ګډون وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2014-12-16 15:18:54

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو حکومتي مشرانو شورا ۱۳مه غونډه د دسمبر په ۱۵ مه نيټه د قزاقستان په پلازمېنه استانا کې تر سره شوه چې برخه والو مشرانو د سيمه ييز امنيت او پرمختګ په اړه يو له بل سره د نظريو تبادله وکړه. د چين صدراعظم لي که چيانګ هم په ياده غونډه کې ګډون وکړ او وړانديز يې وکړ چې د شانګهای همکارۍ سازمان بايد د امنيت او ثبات تضمين وکړي، د خپل منځي همکارۍ نوی ځلانده ټکي دې پيدا کړي، د ولسي ژوند اړوندو پروژو په اړه همکاري دې پرمخ بوزي.

د اوسني نړيوال اقتصادي او سياسي چاپېريال د پيچليتوب په حال کې دغه مسئله د صدر اعظمانو دغې غونډې عمده موضوع ګرځېدلې ده چې څنګه د شانګهای همکارۍ سازمان دننه واقعي همکاري پرمخبيول شي. د چين صدر اعظم لي که چيانګ په دې اړه څرګنده کړه چې مختلف هېوادونه بايد د سيمه ييز امنيت او ثبات تضمين وکړي. هغه وړانديز وکړ:

( لومړی اواز)

اوس مهال نړيوال اقتصادي او سياسي حالات د پيچليتوب په حال کې دي. د سيمې دننه ترهګري، بېلتون او افراطي غوښتنې بيا ژوندی او راټو کېدو په حال کې دي، د نشه يي توکو قاچاق، ډله ييز او انترنيټي جرمونه مخ په زياتېدو دي. موږ بايد په پر له پسې توګه د امنيت په اړه د همکارۍ ميکانيزم بشپړ او د ترهګرۍد پرمختګ مخنيوی دې وکړو. چين وړانديز کوي چې د ترهګرۍ ضد يو تړون دې لاسليک شي، ژر تر ژره له نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه د سيمه ييز سازمان د ترهګرۍ ضد ارګان دنده وټاکي او پر دې بنسټ له امنيتي ننګونو او خطرونو سره د مقابلې مرکز جوړ کړي.

صدر اعظم لي که چيانګ وويل چې د اقتصاد د شا تګ تر فشار لاندې بېلا بېل هېوادونه بايد په سيمه کې د اقتصادي چارو د يووالي بهير چټک کړي او د خپل منځي اقتصادي همکارۍ نوی او ځلانده ټکي دې پيدا کړي.

( دوهم اواز)

ما د دغه سفر په ترڅ کې د قزاقستان له مشرانو سره موافقې وکړې چې چين او قزاقستان د توليدي اندازې په برخه کې خپل منځې همکاري پياوړې کړي. چين غواړي نه يوازې له قزاقستان، بلکې هم د شانګهای همکارۍ سازمان دننه له نورو هېوادونو سره د دې په څېر دوه اړخيزې حتی څواړخيزې همکارۍ وکړي. دا نه يوازې د اقتصاد د شا تګ مخنيوي لپاره د بېلا بېلو خواوو د کوښښونو په ګټه چې ترې د صنعتي جوړښت ښه والی به وموندل شي، بلکې د چين لپاره په نړيوال بازار کې د سيالۍ په خاطر د اضافي توليدي اندازې توان به هم لوړ کړي. موږ هم غواړو د سوداګرۍ او پانګونې په واسطه د پيچلي حالت له ننګونو سره مقابله وکړو.

صدر اعظم لي که چيانګ دا هم وويل چې د ورېښمو لارې اقتصادي سيمې د ابادۍ په اړه چيني وړانديز د روښانه لارې په نامه د قزاقستان تګلارې په شمول د زياتو هېوادونو له پرمختيايي ستراتيژۍ سره نښلولای شي. مختلف هېوادونه د ګډې سلامشورې او همکارۍ له لارې د بنسټيزو تاسيساتو ابادي او د صنعتي جوړښت ښه والی پرمخبيولای شي.

نوموړي زياته کړه چې د امنيتي همکارۍ ژورتيا او اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ موخه د خلکو ژوند ښه والی او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم زياتوالی دي. هغه وړانديز وکړ چې بېلا بېل هېوادونه بايد د خلکو ژوند او انساني او کلتوري تګ راتګ ته لا زياته پاملرنه وکړي.

( درېيم اواز)

چين پيشنهاد کوي چې د شانګهای همکارۍ سازمان د خلکو ژوند په اړه لا زياتې موضوع ګانې زياتې کړي، د بېلګې په توګه د اړوندو پروژو په اړه همکاري پرمخ بوزي او زيات کاري فرصتونه برابر کړي څو چې د بېلا بېلو غړو هېوادونو وګړي واقعي ګټې تر لاسه کړي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو په خپلو ويناوو کې د صدر اعظم لي که چيانګ له وړانديز سره موافقه څرګنده کړه.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای