CRI Online

شينجيانګ به د ورېښمو لارې په اوږد اقتصادي سيمه کې د دوديز طب خدمتي مرکز جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2014-12-17 10:36:39
شينجيانګ به د ورېښمو لارې په اوږد اقتصادي سيمه کې د دوديز طب خدمتي مرکز جوړ کړي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د چيني طب د ادارې لخوا د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې او د يوويشتمې پيړۍ د سمندري ورېښمو لارې د چيني درملو د پرمختګ سمينار د دسمبر په ١٥مه نېټه د شينجيانګ په مرکز اروموچي ښار کې تر سره شو. په سمينار کې په ابتدائی ډول هغه نظر وړاندی شوی چې چيني درمل به د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې او د يوويشتمې پيړۍ د سمندري ورېښمو لارې په ابادۍ کې شامل وي او په راتلونکو دريو او پنځو کلونو کې به په شيجينګ کې د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د طبي خدمتي مرکز ابادۍ پيل شي او د چيني طب د قومي درملو ښېګنو څخه په ګټې اخيستنې سره په شينجيانګ کې د دوديزو درملنو د روغتيا ساتلو خدمتي مرکز او د منځنې اسيا ځانګړتيا لرونکو درملو مرکز به ګام په ګام جوړ شي.

د يوې ورځې مخکې د شينجيانګ د کمونېست ګوند ځايي کميټې منشي جانګ چون شيان وويل شينجيانګ بايد لومړی د چيني طب د قومي درملو د څيړنې، د درملنو خدمتونو او د مرکزونو ابادۍ کارونه تر سره کړي او د شينجيانګ د اويغوري قوم د طبي پوهې او تجربې په ښه توګه وکارول شي چې په دې وسيله د شاو خوا هېوادونو د خلکو ژوند ته خدمتونه وکړي او د خلکو د تګ راتګ هڅونه وکړي. په پای کې شينجيانګ کې د درملنې او روغتيا په چارو کې د منځني اسيا د بېلابېلو هېوادونو تر منځ د تګ راتګ او همکارۍ مرکز په توګه وګرځي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای