CRI Online

په تبت کې سيلانۍ ځايي اقتصادي ودې ته ګټه رسولې

cri     (GMT+08:00) 2014-12-17 10:48:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، دتبت د لين جي سيمې د سيلانۍ ادارې خبر ورکړ، چې د يالوځانګ بو په نوم لويې مشهورې تنګنا او د نان جيا با وا په نوم د مشهور غر په شمول د تبت په لين جي سيمه کې يو شمېر سيلانيزو ځايونو په ٢٠١٤ کال کې څه باندې دوه مليونه او اته سوه زره سيلانيان جلب کړي او سيلانيز عايدات يې دوه مليارډو او شپږ شوو مليونو يوانو ته رسيدلي چې د تېر کال په پرتله په جلاجلا توګه ١٢٪ او ١٤٪ لوړ شوي دي. سيلاني په لين جي سيمه کې لومړی لوی صنعت بلل کيږي.

نه يوازې په لين جي سيمه کې بلکې په چانګ دو سيمه کې سيلانيزه وده هم ډېر چټکه شوې ده. د اټکل له مخې سږکال چانګ دو سيمې ته دسيلانيانو شمېر ښايي يو مليون او دوو سوو زرو تنو ته او سيلانيزې ګټې يې ښايي يو بليارډ يوانو ته ورسيږي چې د ځايي اقتصادي ودې د هڅولو په برخه کې د سيلانۍ مهم رول ترې ښکاريږي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای