CRI Online

په شينجيانګ کې د ګړندي اورګاډي د نوې لارې د پرانيستلو په لومړۍ مياشت کې ١٦٠ زره مسافرين ليږدول شوي

cri     (GMT+08:00) 2014-12-17 15:26:23

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د دسمبر تر ١٥ مې نېټې پورې د شينجيانګ له ارومچي څخه تر حامي پورې د کړندي اورګاډي د نوې لارې د پرانيستلو په لومړۍ مياشت کې ١٦٧ زره مسافرين په خوندي توګه ليږدول شوي او د هرې ورځې د مسافرينو شمېر ٥٦٠٠ ته رسيدلی دی.

له ارومچي څخه تر حامي پورې د يادې لارې په پرانيستلو سره د دې لارې پر غاړه سيلانۍ ډېره چټکتيا موندلې ده. پخوا له ارومچي څخه ترفان ته دوه درې ساعته مزل وو، خو اوس يوازې يو ساعت ته اړتيا ده. له تېرې يوې مياشتې راهيسې،ترفان ته تلونکي سيلانيان زيات شوي او شمېر يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله لږترلږه ٣٠٪ لوړ شوی دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای