CRI Online

د پاکستان پر يو ښوونځي د طالبانو بريد ۱۴۱ تنه ووژل.

cri     (GMT+08:00) 2014-12-17 15:59:53

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د پوځ وياند د دسمبر د ۱۶ مې نيټې شپه د دغه هېواد په شمال لويديځ پېښور ښار کې وويل چې په همدې ورځ د پېښور د ځمکني پوځ په ښوونځي کې د پېښ شوي بريد له امله د ۱۳۲ تنو زده کوونکو او ۹ تنو ښوونکو او کارکوونکو په ګډون ټول ۱۴۱ تنه مړه شوي دي. پاکستاني طالبانو د دغې پېښې پړه پر غاړه واخيستله.

( لومړی اواز)

د شپې په لسو بجو د پېښور د ليدي ريدينګ په نامه روغتون د ناروغانو په اوومه خونه کې زيات کسان راغونډ ، خو د زړونو څارنې څلور ماشينونو اوازونه پاک اورېدل کېدل. د ډزو په اثر د اتم ټولګي زده کوونکي خالص د ښي لاس هډوکي مات شوی. ډاکټر د فولادي تختو او ميخونو په کارولو د خالص لاس کلک او بيا يې په ټوکر وتړلو. خو ټوکر يې بيخي په وينو خيشت شوی، حتی د کت روجايي هم په سور رنګ بدله شوې وه. خالص وويل:

( دوهم اواز)

هغه وخت زموږ په ټولګي کې کابو ۳۰ تنه زده کوونکي وو، دوه اورپکي ناڅاپه را ننوتل او سمدستي يې ډزې وکړې.

مهران خان د خالص تر څنګ وغځېده چې په بدن دوه ګولۍ ولګېدې.

( درېيم اواز)

دوی د دروازې په ماتولو سره راننوتل چې زه سمدلاسه وتښتېدم. کله چې راپاڅېدم، يو بريدګر زما پر پښو ډزې وکړې. وروسته چې ما کله دروازه خلاصوله هغه وخت يوه ګولۍ راغله. په همدې وخت کې سرتېري هم راورسېدل، اورپکو ورباندې ډزې وکړې. بيا يو تشناب ته ننوتم او له نورو زده کوونکو سره مې ځان مړ واچاوه. خو بريدګر هم راپسې ننوتل او پر مړو يې د شک له امله پر دوو زده کوونکو ډزې وکړې. ښوونکي چې هم په تشناب کې پټ وو، ووژل شول.

پر ځايي وخت د ۱۶مې نيټې په سهار په لس نيمو بجو يو شمېر اورپکو چې پوځي جامې يې اغوستې وې، په پېښور کې د ځمکني پوځ پر ښوونځي بريد وکړ. دغه ښوونځی د پوځي مقاماتو لخوا اداره کېږي او اکثر زده کوونکي يې د پوځيانو ماشومان او نور يې عام وګړي دي. امير چې له بريد څخه روغ وتلی، وويل چې اورپکي له هغې هديرې څخه چې د ښوونځي شا دروازې ته نژدې ده، ننوتل. د دوی موخه يرغمل نيونه نه، بلکې عام قتل و.

( څلورم اواز)

د پاکستان د پوځ وياند د پېښور په يوه خبري ناسته کې خبر ورکړ چې د بريد له امله ۱۴۱ تنه وژل شوي چې له دې جملې څخه ۱۳۲ تنه له ۱۲ نه تر ۱۶کلن زده کوونکي او نور نهه تنه يې ښوونکي او کارکوونکي وو. د ژغورنې عملياتو کابو لس ساعته دوام وکړ چې د ۷ تنو بريدګرو په وژلو او په ښوونځي کې د پاتې چاودونکو بمونو پاکولو سره پای ته ورسېدل.

له پېښې وروسته د پاکساني طالبانو تر ټولو لويې ډلې يعنې د تحريک طالبان پاکستان پړه پرغاه واخيستله او وياند يې محمد خراساني په وينا د څو تنو ځانمرګي بريدګرو په شمول شپږ تنه اورپکي وو. طالبانو امر کړی و چې د لوړ عمر لرونکي زده کوونکي ووژني او خو د ټيټ عمر لرونکي زده کوونکي پرېږدي. ده دا هم وويل چې دغه بريد د پاکستاني پوځ لخوا د زرب ازاب عملياتو په ترڅ کې د مړو شويو طالبانو او د دوی د کورنيو غچ اخيستنه وه.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسين او صدر اعظم نواز شريف د دغه بريد سخته غندنه وکړه او اعلان يې وکړ چې په ټول هېواد کې د راتلونکو دريو ورځو لپاره له قربانيانو سره خواخوږۍ څرګندولو لپاره ملي ماتم تر سره شي. د پاکستان صدر اعظم وياند مالک وويل:

( پنځم اواز)

موږ د دغه ډول کړو وړو سخته غندنه کوو. زموږ زړونه له ټولو قربانيانو او د دوی له کورنيو سره يو ځای غمجن دي. د پاکستان حکومت او پوځ به هم په لا نژدې همکارۍ اړوند معلومات سره شريک او د وطن امنيت به ښه تامين کړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای