د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د چين صدراعظم لي که چيانګ د دسمبر په ١٧مه نېټه په پاکستان کې ترهګريز بريد کې د وګړيو د وژنې له امله د دې هېواد صدراعظم نواز شريف ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.
لي که چيانګ وويل چې په پاکستان کې د سخت ترهګريز بريد له امله د زياتو زده کوونکو په ګډون سخته مرګ ژوبله واوښته.هغه د پاکستان د صدراعظم نواز شريف له لارې د دغه هېواد خلکو او وژل شويو کسانو کورنيو ته خواخوږي څرګندوي.
لي که چيانګ وويل چې چين او پاکستان ټول له ترهګرۍ څخه زيانمن شوي هېوادونه دي.چين تل د پاکستان د حکومت او خلکو ملاتړ کوي چې د هېواد امنيت او ثبات د ساتلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره يې کوښښونه کړي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |