CRI Online

د شانګهای د همکارۍ سازمان په اړه د ترهګرۍ پر ضد سيمه ييزې کميټې په پاکستان کې د ترهګريزې پيښې غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2014-12-18 09:15:27

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د شانګهای د همکارۍ سازمان په اړه د ترهګرۍ پر ضد سيمه ييزې اجرائيوی کميټې د دسمبر په ١٧مه نېټه په تشکند کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پاکستان په پيښور کې د ترهګريزې پيښې سخته غندنه وکړه.

په اعلاميه کې ويل شوي پاکستان د شانګهای د همکارۍ سازمان کتونکی هېواد دی او دغه کميټه په پاکستان کې حالاتو ته ډېره پاملرنه کوي او غواړي چې په دغه هېواد کې له ترهګرۍ، تندلارې او افراطيت سره مبارزو ته هر ډول ملاتړ برابر کړي. دغې کميټې د بی ګنا عادی خلکو په تيره بيا د نابالغو په وړاندې د زورزياتي ترهګريز عمل سخته غندنه وکړه او په دې پېښه کې د وژل شويو کسانو خپلوانو ته يې خواخوږی څرګنده کړه.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای