CRI Online

د عراق د بهرنيو چارو وزير: د عراق د جنګی ميدان حالات د سياسي اصلاحاتو له امله ښه شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2014-12-18 10:19:37

د چين نړيواله راډيو د خبر له مخې: د عراق د بهرنيو چارو وزير ابراهيم ال جفري د دسمبر په ١٧مه نېټه وويل په وروستې موده کې د دغه هېواد د صدراعظم حدير العبادي په لارښوونه د سياسي اصلاحاتو له امله د جنګی ميدان حالات په لنډ وخت کې ښه شوی دی.

ښاغلي جفري په همدې ورځ د مصر د بهرنيو چارو له وزير سمع شوکري په ګډه په مطبوعاتي غونډه کې وويل که څه هم د اوسنې حکومت د جوړيدو زيات وخت نه کېږي او په همدې وخت کې ځينې ستونزې موجوې دې، مثلا اسلامي دولت په نوم افراطي ډلې مصول کنترولوي، خو د نوي حکومت د سياسي اصلاحاتو يو لړ تګلارې څرګندې اغيزمنې شوې دې او د جنګی ميدان حالات ښه شوی دی. د اسلامي دولت په نوم ډلې له دې امله له ځينو سيمو څخه وتلو ته اړ شوې ده.

د مصر د بهرنيو چارو وزير شوکري وويل مصر په عراق او نورو عربي سيمو کې د بی ګنا کسانو په وړاندې په مذهبي نامه د اسلامي دولت په نوم د ډلې او د نورو تندلاري ډلو د زور زياتي عملونو غندنه کوي. هغه مخکې د عراق له ولسمشر فواد معصوم سره په خبرو اترو کې وويل مصر غواړي چې په بېلا بېلو ساحو کې له عراق سره همکارۍ پياوړې کړي او عراق ته به تر وسي پورې مرسته برابره کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای