CRI Online

د روسيې د روبل ارزښت ډېر ټيټ شوی او حکومت د روبل د تبادولوي ارزښت دساتلو لپاره تدبيرونه غوره کوي

cri     (GMT+08:00) 2014-12-18 10:40:57

د چين نړيواله راډيو د خبر له مخې: په دې وروستيو ورځو کې د روسيې د روبل تبادلوی ارزښت په زياته اندازه پورې ټيټ شوی چې د روسيې د اقتصاد انديښنو ته سبب شوی دی. د روسيې د حکومت بېلا بېلې څانګې د روبل د تبادلوي ارزښت د ساتلو لپاره بيړني تدبيرونه غوره کوي.

د روسيې مرکزي بانک د دسمبر په ١٧مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د روسيې مرکزي بانک به د روبل د تبادلوي ارزښت او د پولي څانګو د ژر تر ژره ساتلو لپاره د پيسو راغونډولو په برخه کې پولي څانګو ته مرستې برابرې کړي.

برسيره پر دې د روسيې صدراعظم ميدويدوف په همدې ورځ د يوې غونډې په تر سره کولو سره غوښتنه وکړه چې د بهرنيو اسعارو د بازار ساتلو لپاره سمدلاسه تدبيرونه غوره کړي. هغه وويل اړوندو حکومتي څانګو او مرکزي بانک د پيسو ساتلو لپاره يو لړ تدابير طرح کړيدي او ځيني اړين تدابير به يې منظور کړي. هغه زياته کړه چې د بهرنيو اسعارو بازار په هکله جدی کنترول هيڅ اهميت نه لري او د حالاتو د ساتلو لپاره رول هم نه لري، نو حکومت به د بازاري ميکانيزم پر بنسټ تدبيرونه غوره کړي. هغه وويل روسيه د تبادلوي ارزښت د بدلون او د بيړنيو اقتصادي حالاتو په مقابله کافی پيسی او زياتې بازاري لارې چارې لري.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای