د سين هوااژانس د خبر له مخې: د اسيا انکشافي بانک د دسمبر په ١٧مه نېټه د يو راپور په خپرولو سره وويل اوس د نفتو بيو ټيټوالي د اسيا د اقتصادي پرمختيا مهم فرصت دی.
د اسيا لومړی اقتصادي کارپوه وې شانګ جين وويل که څه هم د روان کال په لومړيو دريو موسمونو کې د اقتصادي پرمختيا اندازه له اټکل څخه ټيټه ده، خو له دې امله چې په اسيا کې زيات اقتصادي هېوادونه د نفتو واردونکي هېوادونه دي، نو د نفو بيو له ټيټوالي څخه څرګندېږي چې په ٢٠١٥ کال کې به د اسيا اقتصاد په چټک سرعت پرمختيا وشي.
هغه د هند او اندونيزيا په بيلګې وويل دواړه هېوادونه د بيو د نفتو ټيټوالي فرصت ونيسي او د سوان موادو د مالي مرستو هڅونه کوي. بله خوا د سوداګريزو توکيو بيو د ټيټوالي له امله د نفتو صادرونکي هېوادونه د صنعتي توليد چارو پرمختيا فرصتونه نيولی شي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |