د پوهنې مالکيت حق نړيوال سازمان لږه موده مخکې د پوهنې مالکيت حق د نړيوال مقضد خپور کړ او له مخې يې په ٢٠١٣ کال کې د نړۍ د الانحصاري حقونو د غوښتنو شمېر په پر له پسي ډول زيات شوی چې د چين دغه شمېر د عمومي شمېر ٣٢ سلنې برخه او په دې حساب نړۍ کې يې لومړی ځای ونيوه.
د راپور له مخې په چين، امريکا او جاپان کې د انحصاري حقونو د غوښتنه کولو شمېر په جلا توګه د نړۍ په عمومي شمېر کې ٣٢، ٢٢ او ١٣ سلنې برخې ونيوې چې د نړۍ په لومړيو دريو ځايونه نيسي، خو اروپا يوازې ٥اعشاريه ٨ سلنې برخه ونيوه. د راپور په اند په چين او امريکا کې د پوهنې مالکيت حق د غوښتنو شمېر د ډېر زياتېدو په حال کې دی، د اروپا او جاپان دغه شمېر ټيټ شوی. له دې څخه څرګندېږي چې د پوهنې مالکيت حق د غوښتنه کولو شمېر په زياتو سيمو کې د کورني توليد عمومي ارزښت د زياتوالي غبرګون ښکاره کوي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |