CRI Online

د ايران د ذروي مسئلې په هکله د هراړخيز تړون په باره کې د نوي پړاو خبرې اترې په ژنيو کې تر سره شوې

cri     (GMT+08:00) 2014-12-18 14:32:34
د ايران د ذروي مسئلې په هکله د هراړخيز تړون په باره کې د نوي پړاو خبرې اترې په ژنيو کې تر سره شوې

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د ايران د ذروي مسئلې په هکله شپږو هېوادونو او ايران د دسمبر په ١٧مه نېټه په ژنيو کې د نوي پړاو خبرې اترې تر سره کړې او د دغې مسئلې په هکله د هراړخيز تړون په باره کې يې سلامشورو ته يې دوام درلود.

دغه خبرې اترې په ويانا کې په تيره مياشت کې د ايران د ذروي مسئلې په هکله د هراړخيز تړون په باره کې د خبرو اترو د وخت له اوږدوالي وروسته لومړې خبرې اترې دې. د مالوماتو له مخې په همدې ورځ سهار د ايران د ذروي مسئلې په هکله د شپږو هېوادونو استازيو لومړی په ژنيو کې د اروپايی ټولنې له پلاويو سره خبرې اترې وکړې او وروسته يې په جلا توګه له ايراني استازي سره لېدنه وکړه.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د پوځي چارو د کنترول ادارې مشر وانګ چون وويل په ويانا کې د تيرې دورې په خبرو اترو د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د چين په استازيتوب ځينې ښې نظريې وړاندې کړې او د بېلا بېلو خواوو په اند دغه نظريې هم رغنډه رول درلودې، هېله ده چې دغه نظريې به د بېلا بېلو خواوو تر منځ د توپيرونو کموالي او د مسئلې د حل و فصل د لارې پيدا کولو لپاره ګټور وي.

وانګ چون وويل موږ هېله لرم چې يو ښه تړون ژر تر ژره رامنځته شي. چين به په دې هکله کوښښونو ته دوام ولري او په راتلونکي پړاو کې لومړی پر ګډو نظريو ټينګار وکړي او پر دې بنسټ توپيرونه حل کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای