CRI Online

لي که چيانګ د صربيا له صدراعظم اليکساندر وچيچ سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2014-12-18 14:54:11

د جين نړيواله راډيو د خبر له مخې: د چين صدراعظم لي که چيانګ پر ځايي وخت د دسمبر په ١٧مې نيټې له غرمې وروسته په بېلګراد کې د صربيا له صدراعظم اليکساندر وچييچ سره خبرې اترې وکړې.

لي که چيانګ وويل د چين او صربيا تر منځ د عنعنوی دوستی اړيکې جوړې شوې او په سياست کې يو د بل باور ټينګتيا، په اقتصادي ساحه کې يو له بل سره همکارۍ او په کلتوري چارو کې يو له بل سره تګ راتګ او تبادلې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو عمده څرګندويې دې. چين له صربيا سره د اړيکو پرمختيا ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې د ګډو پاملرنو وړ مسئلو په هکله له صربيا سره نوره همکارۍ وکړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتيژيکې دوستی اړيکو د نوي پرمختګ هڅونه وکړي.

لي که چيانګ وويل چين د صربيا لوړه ستاينه وکړه چې په بريالې توګه د چين او د منځني ختيځ اروپا د هېوادونو دريمه سرمشريزه کتنه تر سره کړه. په دې کتنه کې برخوالو هېوادونو دا نظر لري چې د چين او د منځني ختيځ اروپا د هېوادونو تر منځ همکارۍ د اړوندو هېوادونو د پرمختيا د ځانګړتياوو او اړتياوو او د سيمه ييزو هېوادونو او خلکو له ګډو هيلو او ګټو سره سمون لري او د چين او اروپا تر منځ د اړيکو د هراړخيزې پرمختيا لپاره ګټور دی.

له خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو صدراعظمانو په ګډه د اقتصاد او تګناروژيو، انرژيو، پولي چارو، هوانوردۍ، کلتور په شمول ساحو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاريزو سندونو لاسليکول ثبت کړل.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای