CRI Online

د ايبولا ناروغۍ له امله به د لويديځۍ افريقا تر يو مليون زيات کسان له لوږې سره مخ وي

cri     (GMT+08:00) 2014-12-18 14:56:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د دسمبر په ١٧ مه نېټه په روم کې د ملګرو ملتو د خوراک او زراعت سازمان د رپوټ له مخې،د ٢٠١٥ کال تر مارچ مياشت پورې به په ګينه،ليبريا او سيراليون کې تر يو مليون زيان کسان خوراکي توکيو ته پوره لاسرسی ونه لري.

په رپوټ کې راغلي چې د ايبولا ناروغۍ له کبله د سرحدي بندرونو د تړلو ،قرنطين او د ښکار کولو د ممنوعيت په شمول يو شمېر بنديزونه لګول شوي چې په پايله کې يې د خوراکي توکيو د اخيستلو لارې ډېرې محدودې شوې او د خوراکي توکو نشتوالی رامنځته شوی دی. دغه راز په يادو دريو هېوادونو کې توليدي توان کمزوری شوی، کورني عايدات کم شوي او پر بېلابېلو کرنيزو عملياتو هم ډېر منفي اغېزې کړې دي.

رپوټ هم دارنګه ښيي، اوس په ګينه،ليبريا او سيراليون کې د هغو کسانو شمېر چې خوراکي توکيو ته لاسرسی نه لري، په جلاجلا توګه ٢٣٠ زرو، ١٧٠٠ زرو او ١٢٠ زرو ته رسيدلي او د ٢٠١٥ کال تر مارچ مياشت پورې به په جلاجلا توګه ٤٧٠ زرو، ٣٠٠ زرو او ٢٨٠ زرو ته لوړ شي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای