CRI Online

د پاکستان مخالف ګوند د حکومت ضد احتجاجونو ختمولو اعلان وکړ

cri     (GMT+08:00) 2014-12-18 16:09:47
د پاکستان مخالف ګوند د حکومت ضد احتجاجونو ختمولو اعلان وکړ

د پاکستان خبري رسنيو د دسمبر په ١٨مه نېټه خبر ورکړ چې د پاکستان مخالف د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په ١٧مه نېټه د څلورو مياشتنيو د حکومت ضد احتجاجونو ختمولو اعلان وکړ.

عمران خان په همدې ورځ په اسلام اباد کې خپلو پلويانو ته وويل په پاکستان کې د اوسنيو حالاتو له مخې يې دا پريکړه وکړه چې احتجاجي فعاليتونه پای ته ورسوي. اوس پاکستان يووالي ته اړتيا لري. هغه يو ځل بيا غوښتنه وکړه چې عادلانه پلټونکې کميټه دې جوړه شي تر څو د تير کال په ټولټاکنو کې د درغليو پلټنه وکړي. هغه وويل که پلټونکې کميټه د درغلۍ او تقالب موارد پيدا کړي، نواز شريف دې د صدراعظمۍ له دندې څخه لاس واخلي.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف وروسته د عمران خان حکومت ضد احتجاجونو ختمولو هرکلی وکړ او ويې ويل چې دغه پريکړه به په ټول هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او کوښښونه پياوړې کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای