CRI Online

په پېښور کې له بريد سره مخامخ شوی ښوونځي د خبري رسنيو پر مخ خلاص شو

cri     (GMT+08:00) 2014-12-18 16:51:31
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان په پېښور کې د پوځ تر ملاتړ لاندې ښوونځی چې د دسمبر د شپاړلسمې نېټې په سهار د طالبانو له بريد سره مخامخ شوی و، له يوې ورځنۍ کلابندۍ وروسته د اوه لسمې نېټې په غرمهد کورنيو او بهرنيو خبري رسنيو پر مخ خلاص شو. د سي ار ای خبريالان دې ښوونځي ته ننوتل او د پاکستان له يوه پوځي چارواکي جنرال عاصم سليم بجوا سره يې مرکه وکړه . اوس اړوند خبر واورئ.

(( دلته چېرې چې زه ولاړ يم، د زده کوونکو دصف ښدۍ ځای دی. دوی د تعليم لپاره ښوونځي ته راځي. پرون يو سلو دوه دېرش زده کوونکي د ميندو او پلرونو په بدرګې سره دلته راغلي و ، خو خپلو کورونو ته به هيڅکله بېرته لاړ نه شي . دا يوه ډېره دردوونکې پېښه ده او ټول هېوادوال له دې امله غمجن دي، موږ به هيڅکله دغه غم هېر نه کړو.))

جنرال بجوا لومړی خبري رسنيو ته په دغه پېښه خپل قهر او غم څرګند کړ او بيا يې د پېښې معلومات معرفي کړل.

(( زما تر شا درې ودانۍ شته او منځ کې يو هال دی. اوه بريدګر دغه هال ته ننوتل او هلته يې د درس پر مهال څه باندې سل زده کوونکي ووژل . هلته د مړو شمېر د دې پېښې تر نورو ځايونو زيات دی.

جنرال بجوا وويل، ښوونځي يو پاک ځای بلل کيږي او زده کوونکي بې ګناه دي، پر دوی د طالبانو ترهګريز بريدونه ډېر بې رحم او غير انساني دي.

له اوږدې مودې راهيسې پاکستان تل د ترهګرۍ پرضد د نړيوالې جګړې په سنګرونو کې ولاړ دی، خو دغه هېواد د دې ترڅنګ د ترهګرو له غچ اخيستلو او د سر او مال له سختو زيانونو سره هم مخامخ دی. په پېښور کې پر ښوونځي د بريد په پېښه کې ١٤١ کسان وژل شوي چې پکې ١٣٢ زده کوونکي شامل وو. دا په دې هېواد کې د تاريخ په اوږدو کې يوه ډېره غجمنه او غير انساني پېښه بلل کيږي.

((موږ ټول پاکستانيان بايد په يووالي سره د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې بريالی شو. پاکستان په دې مبارزه کې ډېر غمځپلی دی. دغه پېښه په تاريخ کې يوه ډېره غجمنه پېښه ده، البته پخوا زياتې ورته پېښې هم شوې وې. ستر قيمت مو ورکړی او موږ ډېر غمځپلی يو.))

جنرال بجوا زياته کړه ، چې باوري معلومات ښيي، دغه پېښه د بهرني ترهګر سازمان لخوا د غچ اخيستلو په موخه طرحه شوه، خو د دغه ډول پېښې مخنيول يو ستونزمن کار دی.

((که څه هم په ښوونځي کې د امنيت ساتنې ګامونه پورته شوي، خو قوت يې کافي نه دی.دا يو ستونزمن کار دی چې په هر ښوونځي کې د امنيت ساتنې ستر قوت ځای پر ځای شي.))

له پېښې وروسته ، د پاکستان ولسمشر ممنون حسين او صدراعظم نواز شريف دا پېښه په سختو ټکيو وغندله . دغه راز نواز شريف د ١٦ مې نېټې په شپه پېښور ته لاړ او په ١٧ مه نېټه يې د بېلابېلو ګوندونو له مشرانو سره د حکومت او طالبانو ترمنځ د اړيکو او نورو مسئلو په هکله بحثونه وکړل .د خېبر پښتونخوا حکومت پريکړه وکړه چې د هر مړي کورنۍ ته پنځه سوه زره روپۍ او د هر ټپي د علاج لپاره دوه سوه زره کلدارې ورکړي . دغه راز د ماشومانو د ټولوژنې له امله له ١٦ مې نېټې څخه يې په ټول هېواد کې درې ورځنی ملي ماتم اعلان وکړ او ټول عامه او شخصي ښوونځي يې د دريو ورځو لپاره رخصت کړل.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای