CRI Online

د اولمپيک په اړه د ښاغلي هه جن ليانګ چيني هيله

cri     (GMT+08:00) 2015-01-07 17:19:09

د ٢٠١٥ کال د جنورۍ په څلورمه نېټه د اولمپيک د نړيوالې کمېټې غړي او د چين د اولمپيک کمېټې افتخاري رئيس پنځه اتيا کلن هه جن ليانګ په بېجينګ کې وفات شو. ښاغلي هه جن ليانګ د چين د اولمپيک لوبو يوه نښه بلل کېده، د اولمپيک په نړيواله کمېټه کې د دېرشو کالو په کاري موده کې يې دغه پېښې وليدلې او پکې يې ګډون هم کړی چې په اولمپيک لوبو کې د چين مقام احيا شوی، بېجينګ د دوو ځلو لپاره د اولمپيک لوبو د کوربه حق غوښتنه وړاندې کړی او په برياليتوب سره يې د ٢٠٠٨ کال اولمپيک لوبو کوربتوب تر سره کړ. ويل کېږي چې ښاغلي هه جن ليانګ د اولمپيک لوبو په اړه د چينايانو د سل کلنۍ هيلې د عملي کېدو بهيرونه وليدل او پکې يې ستر خدمتونه کړي دي. بله خوا د ښاغلي هه خپلې هيلې هم د اولمپيک او په سپورټي ساحه کې د چينايانو د رول له زياتېدو سره نږدې اړيکې درلودې.

د ښاغلي هه جن ليانګ له وفات کېدو مخکې د چين نړيوالې راډيو له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې وويل په ١٩٨١ کال کې هغه د اولمپيک په نړيواله کمېټه کې د غړي په توګه له ټاکل کېدو څخه راهيسې، د ده تر ټولو لويه هيله دا وه چې چينايان د يوې دورې اولمپيک لوبو کوربتوب وکړي. په ٢٠٠٨ کال کې د ده هيله پوره شوه، او د ښاغلي هه په نظر، د اولمپيک لوبو ترتيبول د چين لپاره ستر اهميت لري. هغه وويل

(( ځکه چې د اولمپيک لوبو په بهير کې د وګړيو په منځ کې مستقيمې تبادلې کولای شي. دغه شان تبادلې د خبري رسنيو له لارې د خپرونو په پرتله نورې اغېزمنې دي، د نورو هېوادونو خلک به له نږدې نه د چين په اړه مالومات تر لاسه کړي. هر هېواد بشپړ نه دی، خو موږ خپلې نيمګړتياوې نه پټوو او ګام په ګام مو دغه نيمګړتياوې کمې کړي او په دوامداره توګه پرمختګ تر لاسه کوو. ))

له دې وروسته چې بېجينګ په برياليتوب سره د اولمپيک لوبو کوربتوب تر سره کړ، د ښاغلي هه جن ليانګ هيله نوره اوږده شوه. د اولمپيک له نړيوالې کمېټې څخه له تقاعد مخکې هغه خبريال ته وويل

(( چينايان بايد په دې قناعت و نه کړي چې د اولمپيک په نړيواله کمېټه کې يوه څوکۍ لري، خو موږ بايد په دې برخه کې لا زيات رول ولوبوو. چين بايد نه يوازې په اولمپيک لوبو کې ګډون وکړي، بلکې بايد د سپورټي لوبو د نظامونو په ټاکلو کې برخه واخلي او د دغو سازمانونو په پرمختګ کې دې اغېزې ولري. ))

په ٢٠١٤ کال کې د اولمپيک د نړيوالې کمېټې نوي رئيس تومس باح د اولمپيک لوبو د سمون نوې لار نقشه وړاندې کړه چې پکې د دوامدار پرمختګ او ځوانانو ته د ډېرې پاملرنې ور کولو په شمول نظريې د بېجينګ لخوا د اولمپيک د ژمنيو لوبو د کوربنۍ حق د تر لاسه کېدو له نظريو سره سمون خوري. اوس د اولمپيک په نړيواله کمېټه کې درې چيني غړي شته، برسيره پر دې، ډېر چينايان په نړيوالو سپورټي سازمانونو کې دندې لري او يا مهمې اغېزې کوي. نو ويل کېږي چې د ښاغلي هه جن ليانګ هغه هيله چې د چين هيله د اولمپيک له هيلې سره سمه يو ځای شي، د عملي کېدو په حال کې ده.

خبريالې له ښاغلي هه جن ليانګ څخه پوښتنه وکړه چې له بېجينګ اولمپيک لوبو وروسته ستا هيله څه ده؟ ښاغلي هه ور ته ځواب وکړ

(( هيله لرم چې په راتلونکي کې د چين لوی ښارونه لکه شانګهای او ګوانګ جو چې د اولمپيک لوبو د تر سره کولو شرايط لري، هم د دغو لوبو د کوربنۍ حق تر لاسه کړی شي. خو د نورو هېوادونو ښارونه هم غواړي د اولمپيک لوبو کوربتوب وکړي، نو مسابقه ډېره سخته ده. او مالومه نه ده چې چين به کله بيا د اولمپيک لوبو کوربتوب وکړي. د بېجينګ اولمپيک لوبې زما لپاره يوازنی او لومړی ځل و. ))

د ٢٠١٥ کال د جنورۍ په څلورمه نېټه د اولمپيک نړيوالې کمېټې د ښاغلي هه جن ليانګ د وفات په اړه ژوره خواشيني څرګنده کړه. د ښاغلي هه وروستۍ هيله دا وه چې بېجينګ د ٢٠٢٢ کال د ژمنيو اولمپيک لوبو د تر سره کولو حق تر لاسه کړی شي، دغه هيله به نور چينايان د ده لپاره عملي کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای