CRI Online

د دوديزو او معاصرو کولتورونو ترمنځ يوځايښت

cri     (GMT+08:00) 2015-01-10 18:12:22

د کولتوري نوښتونو نهم نندارتون د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه په بيجينګ کې پرانستل شو او په څوارلسمه نېټه په بريالۍ توګه پاي ته ورسېد چې ددې نندارتون عمده موضوع د کولتوري نوښتونو او توکو هڅونه وه .

د ياد نندارتون تشکيلاتي کميټې مشر ليو يانګ وويل چې په سږني نندارتون کې کولتوري نوښتونه او توکي او د چين د کولتوري چارو د پرمختيا نوې بڼه او بهير په پوره توګه ښودل شوي دي .

( اواز١) د کارتوني فلم ، راډيو او تلويزيون ، هنر ، چاپ ، سيلانۍاو کولتوري ساينس او تکنالوژۍ په ساحو کې نوي نوښتونه او توکي په پر له پسې ډول رامنځته شوي او د نوې تکنالوژی کارول شوې ده .

په سږني نندارتون کې چې پراخوالی يې پنځه پنځوس زره مربع متره دی ، د يو زرو اتو سوو کورنيو او بهرنيو تصديو لخوا توليد شوي کولتوري توکي نندارچيانو ته وړاندی شوي دي ، نندارچيانو کولي شو چې د نامادي کولتور د وارثانو بې ساري مهارتونه وګوري او ددوي مهارتونه زده وکړي . په نندارتون کې د لرګينې تختې په وسيله د انځور چاپولو ، د ځانګړې پکې جوړولو او په وړوکي بوتل کې د انځورولو او د ورېښمينو ټوکرانو په وسيله د نانځکې جوړولو هنر وارثانو خپل ځانګړي او کامل مهارتونه نندارچيانو ته وښودل . مثلاهغه ولسي هنرمند چې جانګ شي نومېږي او د خټينو مجسمو په تراشلو کې تکړه دی ، وويل

( اواز٢) زما نيکه ګان ولسي هنرمندان وو او زه خاص د بيزو د ختينو مجسمو په تراشلو بوخت يم . نن ورځ زما لخوا د بيزو په هکله تصوير شوي انځورونه او د خطاطۍ اثار ځړول شوي دي ، دغه راز به د بيزو مجسمې جوړې کړم څو چې زما مهارتونه وښيم .

د دوديزو کولتوري توکو پرته نوي جوړ شوي توکي هم د نندارې لپاره ايښودل شوي دي. د نندارتون په يوه څنډه کې يو ډول وړوکې مقناطيسي تڼۍ خبريال راجلب کړ، د نندارتون کارکوونکي خبريال ته وويل چې دغه ډول مقناطيسي تڼۍ د هغو بې دقتو کسانو ستونزه لېرې کېدای شی چې کله نا کله خپل شيان ورکېږي او غلا کېږي .

د کولتور او ساينس ترمنځ يوځايښت د ياد نندارتون عمده موضوع اوځلاند ټکی و چې يو شمير د معاصر ساينس او تکنالوژۍ په وسيله جوړ شوي کولتوري توکي د نندارچيانو د هرکلي وړ ګرځېدلي دي . د بېلګې په توګه د سي ٩١٩ ډوله مسافر وړونکې الوتکه د چين لخوا په خپله جوړه شوې ، خو د په کار لويدو مخکې ددې الوتکې د تقليدي چلونې کابين ډير زيات نندارچيان جلب کړی دی چې سپين ږيري هم پکې وو .

( اوز٤) په ثابت ډول چلوئ او د ښودل شويو کرښو له مخې لږ څه کښته شئ چې هوايي ډګر ليدای شئ ، سرعت به هم کم شئ ، بند شئ..... تاسی لږ څه تلوار ياست،لومړی بايد د الوتکې چلولو اساسي اصول او په اتوماتيکي سويچ بورد کې ښودل شوي هدايتونه وپيژنئ ، نو چلونه به يې ارامه شی . د نندارچيانو د خوښۍ وړ وه چې د نوي ډول الوتکې د چلولو مالومات تر لاسه کړي .

( اواز٥) که څه هم د چلولو توان نه لرم او اړونده مالومات هم نه لرم ، خو د چلولو بهير ډير خوښ او دلچسپ و . دا زما لومړۍ تجربه ده او دا فرصت ډير کم دی ، نو ډير خوشاله يم چې د تقليدي چلونې فرصت مې تر لاسه کړی دی.

ياد نندارتون د چين د کولتور وزارت ، د اطلاعاتو ، چاپ ، راډيو او تلويزيون د عمومي ادارې او د بيجينګ ښاروالۍ لخوا په ګډه جوړ شوی اوله نورو هېوادونو سره د دولت په کچه د چين د کولتوري توکو د جوړولو چارو د همکارۍ په هکله يو نمونوي ډګر هم ګڼل کېږي . د نامکملې شمېرنې له مخې په مخکنيو اتو نندارتونونو کې د لاسليک شويو تړونونو ارزښتونه له ٤٨٠ ملياردو يوانو څخه اوښتي وو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای