CRI Online

د ٢٠١٤ لپاره په چين کې لس لوی سپورټي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2015-01-15 16:45:40

د ٢٠١٥ کال په سر کې د چين د خلکو او سپورټ ورځپاڼو په ګډه د ٢٠١٤ کال لپاره په چين او نړۍ کې په جلا توګه لس لوي سپورټي خبرونه غوره کړي دي.

د چين په اړه لس لوی سپورټي خبرونه دا وو:

لومړی: په نان جينګ کې د ځوانانو اولمپيک لوبې په برياليتوب سره تر سره شوې.

د ٢٠١٤ کال د اګست له شپاړسمې نېټې څخه تر اته ويشتمې نېټې پورې د ځوانانو د اولمپيک دوهمې لوبې د جيانګ سو ولايت په نان جينګ ښار کې تر سره شوې. دا د بېجينګ له اولمپيک لوبو وروسته د اولمپيک دوهمې لوبې وې چې په چين کې تر سره شوې. د دوه سوو څلورو هېوادونو او سيمو درې زرو اوه اتيا تنو لوبغاړو د اولمپيک په دغو لوبو کې ګډون کړی و

دوهم: د چين دولتي شورا د سپورټي چارو د غوړولو او د سپورټي لګښتونو د هڅولو لپاره اړوند سند خپور کړ.

د ٢٠١٤ کال په اکتوبر کې دولتي شورا دغه سند خپور کړ چې له مخې يې د عامو وګړيو د روغتيا ساتنه د دولت په کچه ستراتيژي بلل کېږي او د سپورټي اصلاحاتو لپاره يې هدف او نقشه وټاکله.

درېيم: بېجينګ ښار په رسمي توګه د ٢٠٢٢ کال د ژمنيو اولمپيک لوبو د کوربتوب حق د تر لاسه کولو په اړه نوماند ښار ګرځېدلی دی.

د جولای په اومه نېټه د اولمپيک نړيوالې ټولنې په سويزلنډ کې اعلان وکړ چې د ٢٠٢٢ کال د ژمنيو اولمپيک لوبو د کوربه ښارونو په اړه ابتدايي انتخاب ختم شو او بېجينګ او جانګ جيا کو، د ناروې اوسلو او د قزاستان الماتا نوماندان ښارونه ومنل شول . بيا د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ناروې اوسلو د دغو ژمنيو لوبو د کوربتوب حق د ګټلو له سيالۍ څخه د وتلو اعلان وکړ، نو بېجينګ به له الماتا سره سيالي وکړي. د اولمپيک نړيواله ټولنه به د ٢٠١٥ کال د جولای په يودېرشمه نېټه د ماليزيا په کوالالامپور کې وروستۍ نتيجه خپره کړي.

څلورم: په ښوونځيو کې د فوټبال لوبې تعميم ته پاملرنه ډېره لوړه شوې ده

د ٢٠١٤ کال د نومبر په شپږويشتمه نېټه په ښوونځيو کې د فوټبال لوبې د تعميم په اړه ټلويزوني او ټيلفوني غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې فوټبال د زده کوونکو لازم درس وټاکل شو او د زده کوونکو د عمومي کيفيت په څارنه کې شامل دی.

پنځم: لي نا په استراليا کې د تينس د نړيوالې اتلوالۍ له ګټلو وروسته د تل لپاره د تينس له ډګر څخه ووته .

د ٢٠١٤ کال د سپتمبر په نولسمه نېټه دوه دېرش کلنې لي نا د تينيس له ډګر څخه د وتلو اعلان وکړ. د همدې کال په سر کې يې په استراليا کې د تينس په نړيوالو سياليو کې خپل دوهم ځل اتلولی تر لاسه کړه او د زنګون د ټپې له امله يې ددې لوبې څخه د وتلو پرېکړه وکړه.

شپږم: چين د جنوبي کوريا په ين چوان ښار کې د اسيا په سپورټي لوبو کې د مډالونو په ليست کې لومړی مقام ونيوه. خو د فوټبال، باسکتبال او واليبال په سياليو کې چيني لوبغاړو يوازی دوه نقره يي مډالونه تر لاسه کړل او د چين د سپورټي چارو په پرمختګ کې د نابرابرۍحالت بيا د پاملرنې وړ وګرځېد.

اوم: د لامبو وهلو په اړه د چين مشهور لوبغاړي سون يانګ د تحريکوونکي درمل د استعمال له امله سزا وخوړه.

اتم: د چين نارينه پلاوي د شطرنج د اولمپيک لوبو په ډله ييزه سيالي کې اتلوالی تر لاسه کړه.

نهم: د چين د ګوانګ شي ولايت مرکز ښار نان نينګ په برياليتوب سره د جمناستيک نړيواله اتلولي تر سره کړه او د چين نارينه ټيم د مسلسل شپږم ځل لپاره طلايي مډال وګاټه.

لسم: د ګوانګ جو د هنګ دا په نوم د فوټبال لوبډلې په ٢٠١٤ کال کې د څلورم ځل لپاره د چين د فوټبال په سياليو کې لومړی ځای ونيوه. په چين کې د فوټبال په چارو کې اصلاحات روان دي.



اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای