CRI Online

د چين خاص خواړه—د هيلۍ کباب

cri     (GMT+08:00) 2015-01-20 15:44:05

په بېجينګ کې د بهرنيانو په منځ کې تل دا خبره اورېدل کېږي: هغه چا چې په بېجينګ کې د هيلۍ کباب نه وي خوړلی په دې معنی چې بېجينګ ته نه دی راغلی. له دې څخه څرګندېږي چې د بېجينګ د هيلۍ کبابد دغه ښار خاص او ځانګړی خوراک ګڼل کېږي. نوموړی خوراک له هغې هيلۍ څخه پخېږي چې د روزنې وخت يې يوازې سل ورځې او وزن يې د يو کيلو ګرامو په شاوخوا کې وي. د روايت له مخې، د بېجينګ د هيلۍ کباب څه دپاسه څلور سوه کلن تاريخ لري.

وايي چې په ۱۸۶۴ کال کې په بېجينګ کې يو سوداګر چې يان مينګ چوان نومېده او د هيلۍ کباب رستورانټ يې اداره کاوه او رستورانت يې د ده جوی چوان په نامه يادېده. خو کار و بار يې ښه نه و. وروسته يو فالګير ورته وويل چې که د رستورانټ نوم سرچپه کړي، يعنی دا جوی چوان په چوان جوی ده بدل کړي، د رستورانټ سرنوشت او کار و بار به ښه شي. له دې وروسته سوداګر يان مينګ چوان د خپل رستورانټ نوم په چوان جوی ده بدل کړ او ډېر تجربه لرونکي او تکړه اشپازان يې جلب او وګمارل. د دوی د کوششونو له لارې په دغه رستورانټ کې د هيلۍ کباب د رنګ او هم يې د خوند له پلوه په بېجينګ کې شهرت موند. د بېجينګ د چوان جوی ده په نامه د هيلۍ کباب رستورانټ تر اوسه پورې د پنځم نسل ته په ميراث پاتې شوی دی. اوس د بېجينګ د چوان جوی ده په نامه د هيلۍ کباب نه يوازې په چين کې بلکې د نړۍ په ډېرو ځايونو کې د خلکو د خوښې وړ خواړو په حيث پېژندل شوې ده. د چوان جوی ده په نامه د هيلۍ کباب يو خصوصيت دا دی چې د جوړونې په ترڅ بايد د هيلۍ غوښه د خرما د ونې، د شفتالو د ونې او د ناک د ونې د لرګيو د اور له لارې کباب شي. د کباب شويو هيليو غوښه نه يوازې ښکلی رنګ لري بلکې خوند يې هم ډېر زيات وي. د خوړلو په وخت کې اشپز په چاړه سره شوې هيلۍ په يوه يوه نرمه پرده پرې کوي او د شنو پيازو او بادرنګ په نريو ټوټو يې ښکلی کوي. پرته له دې نه يو ډول خاص تخمير شوی ساس او يو ډول نرم کيک هم تياروي. د خوړلو په وخت کې خلک په خپله خوښه نوموړی ساس، د هيلۍ غوښې، د پيازو او بادرنګو کوچنۍ ټوټې رااخلي او بيا يې په نرم کيک کې يې راتاووي او خوري يې. د دغه ډول خوراک د خوړلو په هکله ځيني عنعنوي عادتونه هم موجود دي، خصوصا د ميلمنو د هرکلي په وخت کې د عنعناتو له مخې د هيلۍ کباب سر په دوو برخو پرې کوي، د هيلۍ د شا برخې پسته غوښه او د هيلۍ د لکۍ برخې پوستکی په يوه کوچنۍ تخته ګۍ کې د هيلۍ په شکل ځای پر ځای کوي او د ميلمنو په وړاندې يې ږدي چې دا د ميلمنو په نسبت د کوربه وو د احترام او صداقت څرګندوي.

په چين کې د هيلۍ غوښه نه يوازې د خلکو د خوښۍ وړ يو ډول خوراک ګڼل کېږي. بلکې د روغتيا لپاره هم ګټوره ده. د چين د عنعنوي طب له نظره د هيلۍ غوښه د يخنۍ خاصيت لري. نو د هيلۍ غوښه د درملنې رول هم لري. مثلا له دې امله چې د چين په جنوبي سيمه کې هوا نسبتأ ګرمه ده، نو په دې سيمه کې خلک د هيلۍ غوښې خوړلو عادت لري. لکه په سپينو اوبو کې جوش شوې هيلۍ چې د هيلۍ سپينه ښوروا ور ته هم وايي، نه يوازې يو ډول خوندوره ښوروا ده، بلکې د ګرمۍ لېری کولو رول هم لوبولای شي. نو د چين په جنوبي سيمه کې خلک د هيلۍ غوښه ډېره خوښوي. د هيلۍ د سپينې ښوروا جوړونه په دې ډول ده. لومړی د يو کيلو په وزن يوه هيلۍ چې دباندې او دننه ټوله پاکه شوې وي، يوه يا دوه دانې ادرک، برابر شين پياز، مالګه او د سپينو مرچو پوډر تياروي، د هيلۍ غوښه ټوټه ټوټه کوي، ادرک او شين پياز کوچنی کوچنی ټوټه کړئ. بيا په ديګ کې اوبه واچوئ چې اندازه يې د هيلۍ غوښه پکې پټه شي، په عين وخت کې ادرک او شين پياز هم پکې واچوئ، ديګ د اور دپاسه کېږدي، کله چې اوبه جوش شي، اور نرم کړي تر څو د هيلۍ غوښه په نرم پخه شي. له خوړلو دمخه برابره مالګه او د سپينو مرچو پوډر پکې واچوئ، په دې ډول نوموړې ښوروا تيارېږي او په خوند يې وخورئ!.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای