CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د افغانست ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي يوبل ته د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د شپېتمې کاليزې د مبارکۍ پيغامونه واستول

cri     (GMT+08:00) 2015-01-20 17:37:50

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي د جنورۍ په شلمه نېټه يوبل ته د چين او افغانستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د شپېتمې کاليزې د مبارکۍ پيغامونه واستول.

شي جين پينګ په پيغام کې دې ته اشاره وکړه، چې له شپېتو کلونو راهيسې چين او افغانستان تل يوبل سره پوهاوي ،درناوي او ملاتړ کړی او خپلمنځي ژورې دوستۍ مو ټينګې کړې دي. د چين حکومت دغو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري، په ټينګاره سره د افغانستان د سولې له بيارغونې څخه ملاتړ کوي او غواړي چې د افغانستان د سوله ييز بهير لپاره رغنده رول ولوبوي، ترڅو چې دغه اړيکې نورې هم پرمخ يووړل شي.

اشرف غني احمدزي په پيغام کې د افغانستان د سولې او روغ جوړ د بهير لپاره د چين له خدمتونو څخه مننه څرګنده کړه او ويې ويل، چې افغانستان به له چين سره د دې سيمې د ابادۍ لپاره ګډې هڅې او ځلې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای